1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پر موضوع په امریکايي کي رسۍ کشي

احمد ولي اڅکزی (afp)۱۳۹۱ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالتو يوه پخواني مامور د افغانستان پر سر د خپل هيواد په د ننه کي له لانجو څخه پرده پورته کړې ده. دغه مامور په خپل نوي کتاب کي دغه څرگندوني کړي دي.

https://p.dw.com/p/17qlU
U.S. Army soldiers with Charlie Company, 36th Infantry Regiment, 1st Armored Division walk past a puddle at Command Outpost Pa'in Kalay, in Maiwand District, Kandahar Province, February 3, 2013. REUTERS/Andrew Burton (AFGHANISTAN - Tags: MILITARY CONFLICT)
Symbolbild Afghanistan USA Truppenabzugانځور: Reuters

د امريکا متحده ايالتو د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيري هيلري کلنټن له خپلو همکارانو سره يو څه لانجې درلودلې. دا لانجې د افغانستان په هکله د پاليسۍ پر سر راپيدا سوي وې. د افغانستان په هکله د پاليسۍ پر سر د امریکا په دننه کي له لانجو څخه پرده د يوه پخواني امريکايي مامور په نوي کتاب کي پورته سوې ده.

دغه مامور والي نصر نوميږي او د ريچارد هولبروک مشاوير وو. هولبروک د خپل ژوند تر وروستيو شېبو پوري د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ايالتونو ځانگړی استازی وو.

والي نصر چي اوس د امريکا په جان هاپکينس پوهنتون کي د پرمختللو نړيوالو زده کړو د انستيتوت رئيس دی، په خپل کتاب کي ليکي چي افغانستان په سپينه ماڼۍ کي د چارواکو تر منځ د جگړې سبب گرځېدلی وو.

نصر په خپل کتاب کي لیکلي دي چي کله چي ولسمشرباراک اوباما ولسمشر سو، نو يې غوښتل چي د افغانستان جگړه وگټي. په کتاب کي زياته سوې ده چي ليکوال په سپينه ماڼۍ کي د مشاور په توگه د دندې پر مهال له يو شمېر ژورو ويښوونکو تجربو سره مخامخ سو.

هغه ليکلي دي: «په سپينه ماڼۍ کي د اوباما له ادارې سره کار، زما له پاره يوه ويښوونکې او له خوبه راپاڅوونکې تجربه وه.»

دغه پخواني امريکايي مشاور په کتاب کي زیاته کړې ده چي هېلري کلنټن به هر وخت چي ممکن ول، په مستقيمه توگه له اوباما سره خبري کولې. زياته سوې ده چي کلنټن د وزارت د منلو پر وخت دا شرط ايښی وو چي له ولسمشر سره به اوونيزه مستقيمه شخصي ليدنه کوي.

په کتاب کي راغلي دي چي دا د دې سبب گرځېدی چي کلنټن د اوباما د ټولو مشاورينو پر «ديوال» د ورتلو پر ځای بله لاره خپله کړي او په دې توگه يې پر ولسمشر مستقيمه اغېزه درلودلای سوای. نصر په کتاب کي زياته کړې:

«کلنټن له اوباما سره ښې اړیکي درلودې. خو د افغانستان او پاکستان پر موضوع په سپينه ماڼۍ کي د بحث او ملاقات له پاره به د بهرنيو چارو وزارت اړ وو چي حتی لانجې وکړي.»

نصر ويلي دي چي که کلنټن له دې ډول «سرسختۍ» څخه کار نه وای اخيستی، نو ښايي د افغانستان او پاکستان په موضوع کي د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت هومره نقش نه وای لکه چي اوس يې لري.

هغه ليکلي چي کلنټن په زیاته بيا د هولبروک له هغي مفکورې سره معتقده وه او د هغه د منل کېدو له پاره يې کار کوی، چي د افغانستان د لانجې د اوارولو له پاره دي له طالبانو سره خبري اتري وسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت معين وياند پېتريک وينتريل د دوشنبې په ورځ د والي نصر پر کتاب له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه. وينتريل وويل:

«موږ خپل نقش لوبوو... او له سپيني ماڼۍ سره ښې کاري اړيکي لرو.»

نصر په خپل کتاب کي د امریکايي ادارو تر منځ د افغانستان د پاليسي پر سر د «ترخې جگړې» خبره کړې ده. هغه زياته کړې ده چي په زیاته بيا د هغې پاليسي پر سر چي له طالبانو سره د خبرو اترو په هکله وه، د منل کيدو له پاره يې يو کال لابي ايزم وسو.