1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه د بښنې د نړيوال سازمان رپوټ

۱۳۸۶ خرداد ۲, چهارشنبه

په افغانستان کې ښکېلې ټولې غاړې د نړيوالو ځواکونو په شمول د بښنې د نړيوال سازمان امنستي انترنيشنل په وينا د بشر له حقوقو څخه «ناوړه سرغړونه» کوي. دغه څرگندونې د نوموړي سازمان په کلني رپوټ کې راغلې دي.

https://p.dw.com/p/DK9l
د طالبانو بغاوت په کال کې د زر تنه ملکي وگړو د مړينې سبب کرځېدلی دی. نه د افغانستان حکومت او نه نړيوال ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې امنيت او د قانون حاکميت راولي او ټينگ کړي. د روان تاوتريخوالي له امله په زرگونه تنه اړ دي چې له خپلو کورونو څخه وتښتي او د غريبۍ نه نيولې تر لوږې او د څښلو د اوبو له کمي سره مخامخ دي. امنيستي انترنيشنل زياتوي چې د هېواد په جنوب او جنوب ختيځ کې ځينې وخت بمبارۍ شوي دي چې د خپلو هدفونو په پرتله نا انډوله وو.