1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه د ناټو کنفرانس پيل سو

نجيب الله زيارمل/ بروکسل۱۳۹۴ آذر ۱۰, سه‌شنبه

د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د کنفرانس لومړۍ موضوع په افغانستان کي د «بشپړ ملاتړ» ماموريت دوام دئ. په دې کنفرانس کي پر درو موضوعګانو باندي بحث کيږي. تر کنفرانس وروسته به د غونډي پايلي اعلان سي.

https://p.dw.com/p/1HFHl
انځور: DW//M. A. Farahmand

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د غونډي تر پيلېدو دمخه خبريالانو ته وويل: «د افغانستان موضوع ته مو ځکه لومړيتوب ورکړی چي دغه هيواد زموږ له پاره ډېر مهم دئ.»

ستولتنبرګ زياته کړه: «د افغانستان ثبات زموږ له پاره ډېر مهم دي.» هغه وويل چي په دې کنفرانس کي به پر درو موضوعاتو باندي بحث وسي.

په دغه درې ساعته کنفرانس کي به لومړی پر دې پر دې باندي بحث وسي چي ناټو څرنګه په ۲۰۱۶م کال کي هم د افغان امنيتي ځواک د ملاتړ ماموريت ته دوام ورکړي.

Belgien Nato-Außenministertreffen
انځور: DW//M. A. Farahmand

دوهم به په دې اړه بحثونه پيل سي چي نړيوال څرنګه کولای سي تر ۲۰۱۷م کال وروسته تر ۲۰۲۰م پوري د افغان امنيتي ځواک مالي ملاتړ وکړي.

دريمه موضوع به په افغانستان کي د ناټو تر دغه ماموريت وروسته له دغه هيواد سره د ناټو پر اوږدمهاله سياسي ملګرتيا وي.

د لومړۍ موضوع په اړه یعني په افغانستان کي په ۲۰۱۶م کال کي د «بشپړ ملاتړ» ماموريت د دوام په اړه به نن پريکړه وسي. خو د مالي ملاتړ او اوږدمهاله ملګرتيا په اړه پريکړه به د راتلونکي کال په جولای مياشت کي په وارسا کي د ناټو په عمومي غونډه کي وسي.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د دغي دوې ورځنۍ غونډي په اجندا کي پر افغانستان سره بيره د روسيې، اوکراين ستونزي او په ناټو کي د مونتي نيګرو هيواد د شاملېدو په اړه خبري کيږي.