1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان په اړه وړانديز به ډېر ژر ترمپ ته وسپارل سي»

۱۳۹۵ اسفند ۲, دوشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزير جيمز ماتيس ويلي دي چي په پام کي لري ډېر ژر به تصميم ونيسي چي آيا په افغانستان کي دي امريکايي ځواکونه ډېر سي.

https://p.dw.com/p/2Xste
Deutschland US Verteidigungsminister Jim Mattis auf der Münchener Sicherheitskonferenz
انځور: picture alliance/dpa/Sputnik/G. Sisoev/Sputnik

ماتيس هغو خبريالانو ته چي په سفر کي ورسره دي، ويلي دي چي د يکشنبې په ورځ ئې څو ساعته د يوه ويديويي کنفرانس له لاري په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسون سره خبري کړي دي. هغه ويلي دي چي خپل نظرونه ئې راټول کړي دي او ډېر ژر به ئې سپيني ماڼۍ ته وسپاري او دا چي ترمپ د هغه د لارښوونو منلو ته تيار دئ.

د رواني مياشتي په لومړيو کي جنرال نيکلسون د امريکا د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو کمېټې ته ويلي ول چي په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواک د روزني او سلا مشورې له پاره څو زره نورو امريکايي ځواکونو ته اړتيا ده.

په پام کي وه چي د امريکا د دفاع وزير د يکشنبې په ورځ افغانستان ته سفر وکړي، خو ويل کيږي چي د خرابي هوا له کبله دغه سفر لغو سوی دئ.

هغه ويلي دي چي د افغانستان د سياسي وضعيت په اړه د معلوماتو راټولو له پاره ئې د مونشن د امنيتي کنفرانس په څنډه کي د افغانستان له جمهوررئيس اشرف غني سره خبري کړي.

ماتيس د جنرال نيکلسون د هغو څرگندونو په اړه چي په افغانستان کي د روسيې مداخله په دغه هيواد کي له تروريزم سره مبارزه پېچلې کوي، وويل چي د ارزونو يو اړخ ئې دغه ټکي ته متوجه دی چي «په سيمه کي نور هيوادونه زموږ له هڅو سره څه ډول همکارۍ يا ممانعت کوي.»

د ماتيس په خبره په داسي حال کي چي افغان حکومت پر ځينو سيمو باندي کنترول له لاسه ورکړی، ياغيانو ته هم سخته ضربه ورکړل سوې ده او خپلو موخوته نه دي رسېدلې.

هغه اعتراف وکړ چي د افغان امنيتي ځواکونو تلفات ډېر دي، خو زیاته يې کړه چي دغه ځواکونه به پياوړي پاته سي او «طالبان اوس تر هروخت په بد حالت کي دي.»