1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه په برلين کې غونډه

۱۳۸۵ بهمن ۹, دوشنبه

د اروپايي اتحاديې مشرتابه نن دوشنبه، د افغان دولت له استازو سره گوري. په نوموړې غونډه کې د آلمان د بهرنيو چارو د وزير فرانک والتر شتاينماير په مشري د اروپايي اتحاديې له لوري د بهرنيو چارو کميساره بنيته فېرېرو والدنر او د باندنيو چارو مسوول خاويې سولانا ونډه اخلي.

https://p.dw.com/p/DKK3
د افغانستان په اړه په برلين کې درې کاله وړاندې يوه نړيواله غونډه هم رابلل شوې وه
د افغانستان په اړه په برلين کې درې کاله وړاندې يوه نړيواله غونډه هم رابلل شوې وهانځور: AP
د افغانستان د حکومت په استازيتوب د بهرنيو چارو وزير رنگين سپنتا هم غونډې ته تشريف راوړي. پرتگال هم د اروپايي اتحاديې د شورا د راتلونکي سرپرست په توگه په غونډه کې گډون کوي.
د خبرو اترو اصلي موضوع د افغانستان د تېر کال پرمختگونو ته يوه کتنه ده، همداراز د اروپايي اتحاديې د فعاليتونو ارزيابي او د افغانستان او گاونډيو هېوادونو تر منځ اړيکې دي. اروپايي اتحاديې په افغانستان کې د 2001 م کال راهيسې يو مليارډه يورو لگولې دي او د راتلونکو څلورو کالونو دپاره يې د 600 مليونو يورو ژمنه کړې ده. سبا او بل سبا به د جي اته د صنعتي هېوادونو د ټولنې په بلنه په برلين کې د مرستو د هماهنگۍ او مديريت يوه غونډه وشي.