1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په باب بين امللي کنفرانس نن په لندن کي شروع سو

۱۳۸۸ بهمن ۸, پنجشنبه

هلته د تقريبأ 60 هيوادو او10 بين امللي سازمانونو نماينده ګان راغلي وه ، تر څووروسته د افغانستان څخه د بين امللي قواوو د راوتو اساس کښيږدي او هم په افغانستان کي دراتلونکو فعاليتو په اړه سره سلامشوري سره وکي

https://p.dw.com/p/Lig4
د لندن په کنفرانس کښي جمهوررييس کرزی او د امريکا خارجه وزيره هيلاري کلينتن سره ګوري
د لندن په کنفرانس کښي جمهوررييس کرزی او د امريکا خارجه وزيره هيلاري کلينتن سره ګوريانځور: AP

هلته ترټولو دمخه پردې باندي خبري کيږي چي څه وخت اوڅنګه دافغانستان امنيتي ځواکونه د امنيتي مسايلو کنټرول په خپل لاس کي اخيستلای سي .

همدغه ډول له اداري فساد سره مبارزه اود طالبانو سره امکاني خبري اتري هم ددغي غونډي په آجنډاکي شاملي دي .

پدغه غونډه کي دافغانستان جمهورريیس حامد کرزی هم برخه اخلي . دجرمني نماينده ګي هلته دبهرنيو چارو دوزير ګيدو وستر ويلي لخوا کيږي . صدراعظمه ميرکل لدي غونډي څخه په افغانستان کي دپوځ دګمارلو دبريا اويانه بريا په هکله دپريکړي انتظار لري .

آژانسونه /

کتونکی : محمد قاسم نوري