1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې په میلیونو ډالر ضایع شوي»

۱۳۹۱ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

د افغانستان د بیا رغاونې په برخه کې د امریکا لوی څارونکي ویلي چې د امریکایي مالیه ورکوونکو په میلیونونو ډالر په افغانستان کې د ضعیفه پلان جوړولو له کبله ضایع شوي دي او په میلیونونو نور د ضایع کیدو له ګواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/15gvF
انځور: AP

د افغانستان د بیا رغاونې په برخه کې د متحده ایالاتو لوی څارونکي جان سوپکو، د دوشنبې په ورځ (د جولای د میاشتې ۳۰مه نیټه) په یوه رپوټ کې وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره کیدای شي په دې هیواد کې ډیر شمیر د بیا رغاونې پروژې چې د امریکا له خوا تمویلیږي له ګواښ سره مخامخ شي.

سوپکو پخپل رپوټ کې لیکلي دي چې که افغان حکومت او یا هم مرسته کوونکي هیوادونو په افغانستان کې د بیا رغاونې یو شمیر پروژو ته دوام ور نه کړي نو متحده ایالات به په راتلونکې کې د میلیونونو ډالرو د ضایع کیدو له ګواښ سره مخامخ شي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې ښايي په افغانستان کې د امریکا لس کلنو قربانیو او له ۸۹ میلیاردو څخه د ډیرو پیسو مصرفیدو په دې هیواد کې ستونزې له منځه نه وي وړې.

د سوپکو د رپوټ په حواله په افغانستان کې د کمزوري مدیریت‎ او د پروژو په همغږۍ کې د ستونزو د شتون له کبله په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې د امریکا د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرستو د ملاحظې وړ برخه ضایع شوي وې.

په رپوټ کې همداراز راغلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل کیدای شي په دې هیواد کې د بیا رغاونې ډیرې پروژې له ګواښ سره مخامخ کړي. دا په داسې حال کې ده چې د پلان له مخې به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول نړیوال جنګي سرتیري له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسئولیتونه به افغان ځواکونو ته وسپاري.

په رپوټ کې راغلي دي چې څارونکو په ډیرو پروژو کې اساسي ساختماني نیمگړتیاوې پیدا کړي دي. په دې ترڅ کې په ننگرهار ولایت کې د پولیسو د پوستو درې نوې جوړې شوې ودانۍ هم څیړل شوي چې پکښې ډیر اساسي نیمگړتیاوې رابرسیره ‎شوي دي.

په دغو پوستو کې د اوبو او بدرفت نیمگړي سیستمونه او د پیرې له پاره کمزوري برجونه جوړ شوي دي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په دغو پوستو کې هیڅ څه هم بیا نه دي ترمیم شوي ځکه چې د بیا رغاونې په برخه کې کوم ضمانت شتون نه لري.

په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان د بنسټونو د بیا رغولو له پاره له ۸۰۰ میلیونه ډالرو څخه ډیرې پیسې مصرف شوي دي. په همدې حال کې متحده ایالاتو له افغانستان سره تر یو میلیارد زیاتو ډالرو په ارزښت د نورو مرستو وعده هم کړې ده.

په وروستیو وختونو کې د پروژو په تطبیق کې د ستونزو له رابرسیره کیدو سره په افغانستان او امریکا کې یو شمیر کسان د اداري فساد په تور نیول شوي دي. په همدې حال کې له یو شمیر پروژو څخه شاوخوا ۹۰۰ زره امریکايي ډالر هم راگرځول شوي دي.

د سوپکو په رپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې له نړیوالو مرستو څخه ښه گټه اخیستل، له جدي ستونزو سره مخامخ ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض