1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان په بېلابېلو برخو کي پانګونه کوو»

محمد اسماعيل شاکر۱۳۹۲ بهمن ۸, سه‌شنبه

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي، هيواد يې ژمن دی چي د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا له پاره به د دغه هيواد په بېلابېلو برخو کي پانګونه وکړي.

https://p.dw.com/p/1AyPb
انځور: DW/H. Sirat

په کابل کي د هندوستان سفير ګاتم ماکهو پادیا، د سه شنبې په ورځ ( ۲۰۱۴کال د جنورۍ ۲۸) د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پراختیا په یوه غونډه کي وويل، چي هيواد يې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي پراختیا له پاره د پام وړ مرستي کړي دي او دغه لرۍ به جاري وساتي:

«موږ به د راتلونکو ټاکنو په پایله کې رامنځ ته کېدونکي نوي حکومت سره هم د یوه تل پاتي همکار په توګه پاته شو.»

افغانستان او هندوستان د ۲۰۱۱ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې دواړه هېواد په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او نور برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت معین مزمل شینواري وویل چې له هندي چارواکو سره پردې غږیږي چې څه ډول په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د افغانستان او هند ترمنځ ستراتیژیک تړون عملي بڼه غوره کړي:

«د دې غونډي هدف دادی چې څرنګه کولای شو زموږ سوداګریز فعالیتونه زیا ت شي او څرنګه کولای شو چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کي د هندي سوداګرو پا نګونه زياته شي.»

د دواړو هېوادونو اقتصادي پراختیا غونډي ته چې ویل کیږي لومړۍ غونډه وه د هند د سوداګرۍ وزارت مرستیال شري اس ار راو، هم وینا وکړه او ويې ویل چي له افغان چارواکو سره به د هند او افغانستان ترمنځ د لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون د عملي کېدو پر لارو چارو خبري وکړي.

هغه زیا ته کړه چي دوی ژمن دي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پا نګونې وکړي او د دغه هېواد په اقتصادي وده کې اوږدمهاله اغېزمن رول ولوبوي:

«هند ژمن دی چي د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مرستي وکړي او زمونږ توجه همدې ته ده چې د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړو او دایمې ورسره پاته شو.»

افغان کارپوهان وايي هند د تاریخ په اوږدو کي د افغانستان یو اغېزمن اقتصادي ملګری پاته شوی دی، چې په وینا یې مرستي یې ګټوري وې.

له بلي خوا افغانستان له خپل ترټولو نیږدې او اغېزمن ګاونډي پاکستان سره هم په قانوني توګه پراخي سوداګریزي راکړي ورکړي لري.

اوس پوښتنه داده چې آیا د هند او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله تربګنۍ به له افغانستان سره د هند پر اقتصادي اړیکو سیوری ونه غوړوي؟