1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په تعليمي نصاب کي بيا بدلون را ځي

۱۳۹۰ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

افغان حکومت د ښوونځيو له پاره داسي کتابونه چاپ کړي دي چي پکښي د کورنيو جګړو د تاريخ له يادولو څخه ډډه شوې ده. د ښووني وزارت ويلي دي چي په دغو کتابونو کي زده کوونکي يو والي ته را بلل شوي دي.

https://p.dw.com/p/13ybj
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د ښووني او روزني وزارت وياند امان الله ايمان ويلي دي چي نومړي وزارت پريکړه کړې ده چي په افغانستان کي د تيرو څلورو لسيزو ځيني شخړيزي پيښي په نوي تعليمي نصاب کي شاملي نه کړي.

نوي کتابونه د افغانستان د نړيوالو مالي مرسته کوونکو په مرسته چاپ شوي دي. ايمان وايي چي په دغو کتابونو کي هڅه شوې ده چي په افغانستان کي د پخوانيو دښمنيو ياد را تازه نه شي.

نوي کتابونه به د افغانستان د راتلونکي تعليمي کال په پيل کي په ښوونځيو کي وويشل شي. د ښووني او روزني وزارت وياند ويلي دي:

«په نوو کتابونو کي موږ د هغو کسانو د نوم له اخيستلو څخه ډډه کړې ده چي د افغانستان د وروستيو څلويښتو کلونو په جګړو کي ښکېل ول. موږ هغه موضوعګاني چي کيداي شي د خلکو په منځ کي تفرقه واچوي په نوي کتابونو کي نه دي چاپ کړي.»

ايمان ويلي دي چي افغان حکومت به اجازه ورنه کړي چي ښوونځي د قومي اختلافاتو په ډګر بدل شي. د هغه په خبره ددې د مخنيوي يوازينۍ لاره دا وه چي له دغو کتابونو څخه د هغو اشخاصو او حزبونو نومونه پاک شي چي ملي يووالي ته ئې تاوان رساوه.

د افغانستان په تعليمي نصاب کي د شاهي نظام تر ړنگېدلو وروسته څو واري بدلون راغلی دئ. پر افغانستان باندي د وخت د شوري اتحاد د يرغل پر مهال، په ښوونځيو کي په داسي کتابونه کي سبق ورکول کېدی چي د کمونيزم له پاره تبليغ پکښي ډير وو.

وروسته بيا د امريکايانو له خوا داسي کتابونه چاپ شول چي د کمونيزم او روسانو پر ضد ئې تبليغ کاوه. د طالبانو په وخت کي بيا داسي کتابونو چاپ سول چي د جهاد له پاره ئې تبليغ کاوه. د افغانستان د ښووني او روزني وزارت وياند ويلي دي چي د ښوونځيو نصاب بايد سياسي نه وي.

د طالبانو د رژيم تر ړنگېدلو وروسته د ښووني او روزني سکتور د پام وړ پر مختگ کړی دئ. اوس په دغه هيواد کي ۸،۲ ميليونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. لس کاله مخکي دغه شميره ۱،۲ميليونه وه.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکي: نجيب الله زيارمل