1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په جنوب کې طالب جنگياليو ته سخته مرگ ژوبله اوښتې.

۱۳۸۶ تیر ۱۲, سه‌شنبه

د کندهار والي اسدالله خالد وايي چې ددې ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کې يې د دوه د يرشوتنو طالت جمگياليو پر وژل کيدو سر بيره ځو تنه نوريي هم ژوندي نيولي دي.

https://p.dw.com/p/DK9K
په دې وسلواله نښته کې ناټو او افغان ځواکونوته دسردزيان اوښتلو په اړه څه نه دي ويل سوي.
په دې وسلواله نښته کې ناټو او افغان ځواکونوته دسردزيان اوښتلو په اړه څه نه دي ويل سوي.انځور: AP
خالد چې د سه شنبې په ورځ سهار يي خبريالانو ته معلومات ورکول وويل چې تيره ورځ د پوليسوپر موټر تر يوه بمي بريد وروسته چې په ترځ کي يې اووه تنه پوليس ووژل سول د ناټو او افغان ځواکونود گډ و عملياتو په ترځ کې دوه ديرش تنه طالب جنگيالي وژل سوي او ځوتنه ژوندي نيول سوي.
کندهار والي دغه راز د څو ميلو سپکو وسلو د نيولو اد عا هم وکړه.نوموړي په دې وسلواله نښته کې ناټو او افغان ځواکونوته د سر د زيان اوښتلو په اړه چپه خوله پاته سو.
بله خوا طالبانو تر اوسه پوري پدې اړه رسنيو ته څه ندې ويلي.