د افغانستان په ختيځ کي درې ځانمرگي بريدونه
۱۳۹۱ اسفند ۶, یکشنبهد ننگرهار د پوليسو په وينا په جلال آباد ښار کي د استخباراتو د دفتر مخي ته يوه تن ځان ته چاودنه ورکړه، دوه تنه استخباراتي مامورين ئې ووژل او درې تنه نور ئې ټپي کړل.
د يو بل خبر له مخي د لوگر ولايت د پوليسو په خبره په پل علم کي د پوليسو پريوې پوستې باندي په يرغل کي يو تن پوليس وژل سوی دئ او درې تنه نور ټپي سوي دي.
د لوگر ولايت د چارواکو په حواله دغه راز په يوه بله پېښه کي چي د دغه ولايت په برکي برک ولسوالي کي رامنځ ته سوې ده يوه ځانمرگي بريد کوونکي د ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ ته تر ننوتلو مخکي ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د لوگر ولايت وياند دين محمد دروېش ويلي دي، چي دغه کس مخکي له دې چي د قوماندانۍ ودانۍ ته ننوځي د پوليسو لخوا ودرول سو خو په دې وتوانېد چي خپل واسکت ته انفجار ورکړي. په دغه پېښه کي يو پوليس زخمي سوی دئ.
د دغو پېښو پړه طالبانو پرغاړه اخيستې ده. د دوی يوه وياند په سيمه کي رسنيو ته ويلي دي، چي د جلال آباد په چاودنه کي چي د يوه سراچي ډوله موټر په واسطه رامنځ ته سوې ده د ملي امنيت ۱۴ تنه کارکوونکي وژلي دي.
خو دولتي چارواکي دغه ادعا ردوي. په افغانستان کي وروستي ځانمرگي بريدونه د روان کال د جنورۍ په وروستيو کي سوي ول، چي په يوه کي ئې د کندوز ولايت نزدې ۱۰ تنه پوليس ووژل سول او ۱۸ تنه نور انسانان ټپي سوي ول.
دغه راز د پوليسو او عيني شاهدانو په خبره د يکشنبې په ورځ د کابل په ديپلوماتيکه سيمه کي دوه تنه شکمن ځانمرگي بريد کوونکي په مرميو وويشتل سول.
د فرانسې خبري آژانس يوه عکاس د دغي ديپلوماتيکي سيمي په يوه تړل سوې کوڅه کي د دوو تنو ويشتل سوو ځوانانو جسدونه ليدلي دي.
د پوليسو په خبره په دغه کوڅه کي يو داسي موټر کشف سوی دئ، چي د ځانمرگي بريد له پاره تيار سوی وو او دا چي دغو دوو تنو غوښتل له دغه موټر څخه د ځانمرگي بريد له پاره کار واخلي.