1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په شمال کي څاروی د مرگ له گواښ سره مخامخ دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۸, یکشنبه

د فارياب ، جوزجان او بلخ ولايتنو مالدار وايي، چي سږ کال د پسرلي په موسم کي اورښتونه لږ دي، په دښتو اوغرونو کي څړ ځايونه وچ سوي ، ددوی څاروۍ د مرګ له ګوا ښ سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/11Bbu
د پسرلي اورښتونه نه دي سوي
د پسرلي اورښتونه نه دي سويانځور: AP

ددغو ولايتنو ډيرو مالدارو خپل ځاروي د پيرلو لپاره د مزراشريف ښار د څارويو بازارته بېولي ، او هلته تر قصاب پرته بل خريدار نه لري.

يو تن مالدار وايي چي« کال وچ دی ، واښه نسته مال را پرغاړه دی حريان يم چي څه پري وکړم څوک يې په ارزانه بيه هم نه اخلي »

د جوزجان مالدارمنصور وايي:« دولت بايد زموږ سره د څارويو د خوړو مرسته وکړي او ياهم موږ ته يوه لاره چاره وښي » دغه مالدارزياتوی، داچي ددوی شغل مالداري ده بله کومه پيشه هم نه لري چي خپل ژوند پرې سمبال کړي ، دوی له دولت څخه غواړي تر څو د هيواد نورو سيموته چي شنې ساحې لري د څارويو د ليږد په برخه کي مرسته ور سره وکړي.

د بلخ ولايت د شولګري اوسيدنکی کريم الله وايي « پخوا يو ه بورۍ وچ واښه په۱۵۰ افغاني و اوس۴۰۰ سوې. خو پيداکيږي هم نه حيران يو چي په څارويو څه وکړو»

له بلي خوا د بلخ ولايت د کرهڼي اومالدارۍ رئيس کاتب شمس هم دامني چي په يادو سوو دريو ولايتونو کي د نورو حيواناتو پرته يوازي تر يونيم مليون ډير څاروي اوس محال د خوړو له کمښت سره مخ دي ، دولت هم تر اوسه په دي برخه کي کوم اقدام ندی کړی.

د شمس په خبره د شيوي دښته د بدخشان هغه شنه سيمه ده چي د سل ګونو زرو څارويو د خوړو ستنونزه هوارولای سي. خو مالدار يې په يوازيتوب سره هلته دانتقال توان نه لري.

افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دی چي ډيری خلک يې په کرهڼه اومالدارۍ بوخت دي. هغه محصولات يې چي له څارويو څخه تر لاسه کيږي هغه د قر قل پوستکي دي. نوکه چيري د څارويو د خوړو ستونزه هاواره نه سي داسي انديښني سته چي دوخت په تيريدو سره دغه محصولات هم له منځه ولاړ سي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل