1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په شمال کې د ولسوالیو سقوط مرکزي اسیا ته ګواښ؟

حسين سيرت۱۳۹۴ آبان ۷, پنجشنبه

د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ سقوط او له تاجیکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره پر پوله پرتو ولسوالیو کې د طالبانو بې ساری نفوذ، منځنۍ اسیا ته د ترهګرو د نفوذ په اړه اندیښنې ډیري کړي دي.

https://p.dw.com/p/1GwhT

اوس طالبان پر درقد ولسوالۍ باندي کنترول لري. د بدخشان ولایت اوسیدونکو اندېښنه څرګنده کړې ده چې طالبان کولای شي له دې ځای څخه د کوکچې پر غاړه پرتې نهي نوري ولسوالۍ هم تر خپل کنترول لاندې راولي. د درقد ولسوالي له تاجیکستان سره ګډه پوله لري.

په هره اندازه چې افغان امنیتي ځواکونه پر طالبانو باندي په شمال کې فشار ډیروي، هغوی په همدې اندازه هغو ولسوالیو ته پناه وړي چې د مرکزي اسیا له هیوادونو سره ګډه پوله لري. طالبان د جوزجان ولایت په خمآب ولسوالۍ کې تر ماته خوړلو وروسته، هم د ترکمنستان پولي ته وتښتیدل.

کارپوهان وایي چې ترهګر د افغانستان په شمال کې دومر نفوس لري چې په راتلونکې کې کیدای شي د مرکزي اسیا یو شمیر سیمې هم له ګواښ سره مخامخ کړي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل، دویچه ویله ته وویل: «طالبانو لا تر اوسه پوري په علني توګه دا اعلان نه دی کړی چې مرکزي اسیا ته به ولاړ شي خو داعش ځان یوه نړیواله پدیده بولي او غواړي هغه ډول اسلامي دولت چې دوی یې غواړي د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې رامنځته کړي.»

په پارلمان کې د کندز ولایت استازی عبدالودود پیمان، په دې باور دی چې طالبان په وسلو سمبال دي او د شماله په جګړې کې هم یوازې نه دي. هغه ادعا کوي چې یو ځواکمن اړخ د افغانستان په شمال کې د طالبانو ملاتړ کوي: «ترهګري ډلي مجهزي دي او داسې لاسونه شته چې ډیر ژر هغوی ته مرستي رسوي.»

په شمال کې د طالبانو نفوذ

تر یوه کال مخکې هیچا هم باور نه شوای کولای چې طالبان به د افغانستان په شمال کې دومر ځواکمن شي. خو د روان کال په اوړي کې طالبان وتوانیدل چې د کندز ولایت ښار ته سقوط ورکړي او پر دې سربیره په بدخشان، تخار، کندز او فاریاب ولایتونو کې جګړه پيل کړي.

افغان حکومت داسې اټکل کاوه چې طالبان په پاکستان کې تمویل او تجهیزیږي خو له بدخشان پرته بل شمالي ولایت له پاکستان سره ګډه پوله نه لري.

کارپوهان ادعا کوي چې طالبان په شمال کې په پرمختللو وسلو سمبال دي او تر هغه وخته پورې چې ځواکمن هیوادونه د هغوی له ملاتړ څخه لاس وا نه خلي نو دغه ډله به بیا هم خپل فعالیت ته دوام وکړي: «هغه پیاوړي وسلې چې دوی [ترهګر] یې په واک کې لري، له کوم ځایه کیږي؟ د افغانستان په شمال کې لاري هم محدوده دي. دا ښيي چې نه یوازي پاکستان، بلکي د دې امکان هم شته چې نور لوی هیوادونه هم په دې قضیه کې ښکیل وي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب