1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په شمال کې په ۲۰۱۶ کې د ناتو د ماموریت دوام

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲, دوشنبه

په برلین کې په یوه کنفرانس کې وویل شول چې د افغانستان په شمال کې د آلمان د پوځ په مشرې د«پریکړن ملاتړ ماموریت» د ۲۰ نوروهیوادونو په مرسته دوام پیدا کوي او دا د «افغانستان له خلکو څخه» د نړیوالۍ ټولنۍ د ملاتړ په معنی ده

https://p.dw.com/p/1HAsZ
په برلین کې د افغانستاان په هکله د آلمان د دفاع وزارت کنفرانس
په برلین کې د افغانستاان په هکله د آلمان د دفاع وزارت کنفرانسانځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان د خبري آژانس DPA له برلین څخه په خپل یو رپوټ کې وايي چې د افغانستان په شمال کې د آلمان له پوځي ماموریت څخه له دې وروسته هم ۲۰ نورو هیوادونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغه ډول ملاتړ په هغه یو کنفرانس د آلمان د دفاع وزیرې، اورزولا فون دیرلاین له خپلو شریکانو واورید چې په برلین کې نن دوشنبه ( د ۲۰۱۵ کال نومبر ۲۳ مه) دایر شوی ؤ.

له دې سره د افغانستان د امینتی ځواکونو د روزنې او سلا مشورې ماموریت په شمال کې له څه ناڅه ۱۵۰۰ نړیوالو سرتیرو سره په راتلونکي میلادي کال کې هم یقیني دی.

د فرانس پرس د خبري آژانس په رپوټ کې بیا ویل شوي دي چې د افغانستان په شمال کې د آلمان په مشرې د ناتو ماموریت د پخوا په څیر دوام پیدا کوي. د آلمان د دفاع وزیرې، فون دیر لاین، د مسیحی دیموکرات ,CDU غړې، په نوموړي کنفرانس کې د هغو هیوادونو د دفاع وزیرانو سره چې د افغانستان په شمال کې مرسته کوي، له لیدنې کتنې څخه وروسته وویل: «مونږ غواړو چې د «پریکړن ملاتړ» ماموریت په ۲۰۱۶ کال کې هم دوام پیدا کړي.»

فون دیر لاین یادونه وکړه. «شریکو هیوادونو خپل چمتوالی څرگند کړ چې د شمال لپاره له دې وروسته هم اړین ځواکونه او توانمندي په اختیار کې کیږدي.» د هغې په خبره، خو په دی اړه ورستي سیاسي تصمیمونه باید ونیول شي.

فون دیر لاین د خپلو یادونو په ترڅ کې د برلین د نوموړي کنفرانس د «ښوو نتایجو» څخه خبره وکړه.دغه کنفرانس د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزي هم گډون درلود.

د آلمان د حکومت کابینې په تیرو اونیو کې په افغانستان کې د آلماني پوځ د ماموریت د غځولو پریکړه کړې وه او وویل چې د پوځیانو شمیر به تر ۹۸۰ پورې لوړ کړای شي.

د آلمان د دفاع وزیرې وویل: «مونږ غواړو چې د افغانستان خلکو ته ووایو چې مونږ ستاسو تر څنگ پاتې کیږو.» له دې مخکې داسی پلان ؤ چې په ۲۰۱۶ کال کې به له افغانستان څخه د نړیوالو سرتیرو وتل پیل شي او په دی ترتیب به د «پریکړن ملاتړ ماموریت» هم د جنگي ماموریت په څیر چې په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسید، خاتمه پیدا کړی.

په مزارشریف کې د المان په سترې پوځې ادې کې د دفاع وزیره، اورزولا فون دیر لاین
په مزارشریف کې د المان په سترې پوځې ادې کې د دفاع وزیره، اورزولا فون دیر لاینانځور: AFP/Getty Images/J. MacDougall

خو په سپتمبر کې د یوې لنډې مودې لپاره د طالبانو له خوا د کندز د ښار نیول د دی سبب شوه چې آلمان او د ناتو نور هیوادونه د افغانستان پر امینتی وضعیت باندی له سره غور وکړي.

تر اوسه پورې په رونیز ماموریت کې د آلمان ۸۵۰ پوځیانو گډون درلود. د هغو شمیر به ۱۳۰ تنه نور هم زیات کړای شي. د دغو سرتیرو زیاته برخه به په مزارشریف او یوه کوچنې برخه بې په کابل کی مستقر شي.

ناتو تیر کال خپل جنگي ماموریت پای ته ورساوه. د 2015 کال له پیل څخه را په دی خوا د «پریکړن ملاتړ» ماموریت چې زیاته برخه ېې د افغان امینتی ځواکونو روزنې او سلا مشورو پورې محدودیږي، پیل شوی دی. په دغه ماموریت کې به په ټولیزه توگه ۱۳۰۰۰ سرتیری د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې پاتې شي.