1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په صادراتو کي زياتوالی راغلی

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آذر ۲۴, یکشنبه

د افغانستان د صادراتو د پراختيا اداره وايي چي په روان کال کي د دغه هيواد د وچي او تازه مېوې صادرات زيات سوي دي. دغه اداره ټينګار کوي چي د صادراتو د ډېرېدو په برخه کي بايد نور ګامونه هم واخيستل سي.

https://p.dw.com/p/1AZwi
انځور: DW/Najibullah Musafer

د افغانستان د صارداتو د پراختيا ادارې رييسې نجلا حبيب يار، له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي د ۱۳۹۲ کال په لومړۍ ربع کي د دغه هيواد صادرات په سلو کي ۴۰ ډېر سوي دي: «په عمومي توګه ۴۰ سلنه او د کرهڼي په برخه کي ۶۰ سلنه صادرات ډېر سوي دي. د دې صادراتو عمده اقلام طبی نباتات، وچه او تازه مېوه دي.»

دغه اداره وايي چي زعفران د افغانستان له پاره په ډير عاييد لرونکي نبات باندي ګرځېدلی دی. په روان وخت کي د هرات بزګران په خپلو مځکو کي زعفران کري او له حاصلاتو يې له په لاس راغلي عاييد څخه راضي دي. د افغانستان زعفران اوس په اروپايي هيوادونو کي هم بازار لري.

د آغلي حبيب يار، په خبره د ۱۳۹۲ کال په لومړۍ ربع کي افغانستان د ۱۱۴ ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات لرله. افغانستان د کال په دوهمه ربع کي هندوستان او پاکستان ته د تازه مېوې ډېر صادرات لرله.

د افغانستان د صادراتو ادارې د شمېرو له مخي دغه هیواد د ورځي ۳۰۰ ټنه تازه مېوه یوازي له کابل څخه پاکستان ته صادره کړې ده.

د صادراتو د پراختيا ادارې رييسې وويل چي په روان کال کی د غاليو په برخه کي صادرات هم ښه ول. هغې وويل له دې سره سره چي په دې وروستيو وختونو کي د غاليو صادراتو چنداني بازار نه لاره خو اوس يې بازار ښه دی.

آغلي حبيب يار وويل: «د افغانستان غالۍ چي مخکي يې خپل بازار له لاسه ورکړی وو اوس ښه رقابت کولای سي. موږ د راتلونکي کال په جنورۍ مياشت کي خپلي غالۍ آلمان ته وړو چي هلته د غاليو په سيالۍ کي ګډون وکړو.»

ستونزي

د افغانستان د صادراتو د پراختيا اداره وايي چي که پاکستان د «اپتا» پر موافقتنامې باندي چي له مخي يې افغان سوداګر کولای سي چي خپلي لارۍ د پاکستان و بندرونو ته ورسوي ودريږي، د افغانستان په صادراتو کي به د پام وړ زياتوالی راسي.

خو آغلې حبيب يار، وايي چي په دې برخه کي ستونزي موجودي دي: «موږ ترانزيتي چيلينجونه لرو. د سارک و مارکېټونو ته زموږ لاس رسی په ځانګړې توګه هندوستان ته محدود دی. په ازبکستان کي هم ستونزي لرو، موږ کولای سو له ازبکستان څخه قزاقستان ته مېوه صادره کړو خو عملاً دا کار ناممنکن دی.»

د صادراتو د پراختيا اداره وايي چي په افغانستان کي د سوړځايونو نشتوالی د صادراتو د کموالي سبب سوی دی.

مېرمن حبيب يار وايي :«هغه څه چي پاتيږي موږ بايد وکولای سو چي هغه په سوړځای کي وساتو، څو بزګران له تاوانه خلاص وي. د افغانستان د کرهڼي وزارت اوس د سوړځايونو د جوړولو اقدام کړی دی چي په دې سره کېدای سي توليدات خوندي سي.»

په افغانستان کي د سوړځايونو د نه شتون له کبله پاکستاني سوداګر د دغه هيواد تازه مېوې، پياز او کچالو پاکستان ته وړي او په ژمي کي يې په څو چنده بيه بيرته پر افغانانو باندي پلوري.