1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په عدلي او قضايي سيسټم کي نيمګړتياوي

۱۳۸۷ آذر ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د عدلي اوقضايي سيستم جوړيدل ، اصلاح او سمون يوه له هغو پريکړو څخه وه چي 7 کاله د مخه د بن په کنفرانس کي مطرح شوې وه،

https://p.dw.com/p/G8IX
ګڼ شمير هغه خلک چي قضايي دوسيې لري شکايت کوي چي پر دوسيو اړين غور نه تر سره کيږي.
ګڼ شمير هغه خلک چي قضايي دوسيې لري شکايت کوي چي پر دوسيو اړين غور نه تر سره کيږي.انځور: picture-alliance/dpa

څرنګه چي ليدل کيږي له نړيوالو هڅو سره سره چي د دغه ځواک په اصلاح او سمون کي يې تر سره کړي دي خو په ګڼو ولايتي محکمو او د پلازمېني په محاکمو کي ډيري کمزورۍ او نيمګړتياوي ليدل کيږي.

د دعوا د اړخونو په وينا د مدعي او مدعي عليه او تورنو کسانو د دوسيو په څيړلو کي ځنډ او خنډ رامنځ ته کيږي. د افغانستان د محاکمو د قانون پر بنسټ د يوې دوسيې د څيړلو او فيصلې د صادرولو لپاره درې محکمې شتون لري، خو د هري محکمې لپاره ځانګړى وخت په نظر کي نيول شوى دى د لومړنۍ محکمې لپاره دوې مياشتي، د استيناف د محکمې لپاره دوې مياشتي او د ستري محکمې لپاره پنځه مياشتي او يوه مياشت هم د څارنوالۍ لپاره په قانون کي ثبت شوي دي چي ټول لس مياشتي کيږي. که چيري دغه موده بشپړه شي او فيصله صادره نشي بايد تورن کس خوشي سي، خو څرنګه چي ليدل کيږي نه يوازي دغه موده په پام کي نه نيول کيږي بلکي ګڼ شمير هغه خلک چي قضايي دوسيې لري شکايت کوي چي پر دوسيو اړين غور نه تر سره کيږي.

د ستري محکمې مخه ته هره ورځ په لس هاوه خلک د خپلو دوسيو د څيړلو او پايلو په تمه ولاړ وي دوى د افغانستان د بيلابيلو ولايتونودي. د ننګرهار ولايت يو تن اوسيدونکى وايي چي: د هغه تور له امله چي پر ده باندي د نوموړي ولايت د جنايي پوليسو لخوالګېدلی و خپل د بند موده يې تيره کړه خو اوس بيا محکمې ته راغوښتل شوى.

مقبل د پکتيا ولايت د پټان د ولسوالۍ اوسيدونکى وايي چي. په محاکمو کي انصاف نشته. د ميدان وردګ ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى هم په محاکمو کي له بې عدالتۍ څخه سره ټکوي.

دکابل ښار يو تن اوسيدونکى د محاکمو له کمزوريو څخه شکايت کوي. د مدافع وکيلانو د خپلواکي ټولني مرستيال محمد ظريف علم ستانکزى وايي چي: د افغانستان د عدلي او قضايي سيسټم د اصلاح او سمون لپاره د بن په غونډه کي پريکړه شوې وه خو د افغانستان په محاکمو کي ډيري نيمګړتياوي موجودي دي د بيلګي په توګه ډير ځلي داسي شوي چي تورن ته د مدافع وکيل د نيولو حق نه ورکول کيږي.

د افغانستان له عدلي او قضايي سيسټم څخه په داسي حال کي خلک شکايتونه لري چي څارنوالي او پوليس هم د مخه تر دې دا خبره کړې چي د دوى د ځواکونو او کارکوونکو لخوا مجرم او تورن کسان نيول کيږي خو په لنډه موده کي بيرته له توقيف څخه خلاصيږي.