1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په مطبوعاتو کي، د لويي جرگې پايلي

۱۳۹۰ آبان ۲۹, یکشنبه

د افغانستان تقريباً ټولو ورځپاڼو او چاپي خپرونو د خپلو پاڼو ډيري برخي د دوديزي لويي جرګې پريکړو او افغان حکومت ته له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو او له وسله والو طالبانو سره د سولي مشورو ته ځانګړي کړي دي.

https://p.dw.com/p/13DqP
دوديزه لويه جرگه
دوديزه لويه جرگهانځور: DW

له کابل څخه خپريدونکې اراده ورځپاڼه د جرګې مشورې او کړني فرمايشي او له مخکي څخه د حکومت په سلا ټاکل شوي ارزولي دي.

ورځپاڼه ليکي، د جرګې ډيرغړي د حکومت په خوښه هغه کسانو ول، چي په يوه ډول نه په يوه ډول د حکومت له پاليسو سره همږغي دي.

ورځپاڼه ليکي امريکا په افغانستان کي د طالبانو او نورو وسله والو ګرپونو په را پورته کولو سره ډيری افغانان او په خاصه توګه افغان حکومت، دې ته اماده کړ، چي له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک له پاره د هو سر وښوروي.

ارادې د جرګې د جوړيدو له پاره د سلګونو زرو ډالرو لګښت بې ځايه او له بې وزلو افغانانو سره لويه جفا وبلله.

په ورته وخت کي د ويسا په نامه يوې بلي ناپېيلي ورځپاڼه بيا د جرګې مشورې، حکومت ته د سم لوري په ورکولو کي ډيري اغېزناکي او کارنده بللي دي.

ورځپاڼي پر افغانانو ږغ کړی، چي د دوديزي جرګې مشورې پر نيک پال ونيسي او د هغو د بدنامه کولو له پاره د دښمن تبر ته لاستی ور نه کړي.

ويسا د جرګې رول او د جرګه والو پريکړي د هيواد د برخليک پر سر داسي پريکړو ته ورته بولي، چي د افغانستان په تاريخ کي ئې جوړونکو ته د اتلانو لقب ورکړل شوی دئ.

د ملي آرمان په نامه يوې بلي ورځپاڼي، چي تقريباً پر حکومت تنقيدي نظر لري بيا له امريکا سره ستراتيژيک تړون پر سر هر ډول مشروطه پريکړه د افغانانو په زيان بللې، ځکه د ورځپاڼي په باور، د امريکا شرطونه نه دي پکښي روښانه شوي او لا هم مبهم دي.

ورځپاڼي داسي مشورې، چي په بې خبرۍ کي حکومت ته ورکول کيږي په ټول ملت لوبي بولي او هغه بې مفهومه ارزوي.

د سرنوشت ورځپاڼي بيا پر حکومت ږغ کړی، چي د افغان ولس د دغو استازو مشورې ته پام ونيسي او ورته په درنه سترګه وګوري.

سرنوشت وايي، له طالبانو سره خبري او له امريکا سره کړنلاريز تړون بايد همدې مشورو ته په کتو پرمخ بوتلل شي.

ورځپاڼه د لويي جرګې جوړيدل افغانانو ته يوه لويه لاس ته راوړنه بولي او هغو کسانو ته ئې ګزار ګڼي چي په افغانستان کي نفاق ته لمن وهي او د قومونو تر منځ بېلتون ته لاره هواروي.

د هيواد حکومتي ورځپاڼي بيا د دوديزي لويي جرګې په وروستۍ ورځ د ولسمشر کرزي هغه څرګندوني را اخيستي چي وايي، له جرګه والو ئې د داسي يوه پرځای او ملايمي مشورې تمه نه لرله.

هيواد کاږي د جرګې مشورې او په ټوله کي له امريکا سره ستراتيژيک تړون د افغانستان د دښمنانو د پټو او ورانکارو دسيسو په وړانډي د ولس لوی بری دئ او د هيواد د بېلا بېلو ټبرونو د واحد دريز څرګندوی دئ.

او په پای کي د انيس ورځپاڼي بيا افغانانو ته په زيږو کرښو د جرګې د بريالي پای ته رسيدو مبارکي ورکړې.

ورځپاڼي پر افغانانو ږغ کړی، چي د دښمن د دسيسو ښکار نه سي، ځکه دښمن هيڅ کله هم آرام نه دی ناست او تل مدام د افغانانو د ملي پريکړو د سبوتاژولو هڅي کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل