1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په مظاهرو کې اته کسان ووژل شول

۱۳۹۰ اسفند ۳, چهارشنبه

چارواکي وایي چې د چهارشنبې په ورځ د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ په نښتو کې اته کسان وژل شوي دي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي. په همدې حال کې ولسمشر کرزي د بگرام د زندان د لیږدولو د بهیر د گړندي کولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/147NS

د چهارشنبې په ورځ هم په سوونو افغانانو د کابل او جلال آباد په ښارونو کې د امریکا ضد شعارونه ورکړل او د قران شریف د سوځول پر ضد ئې لاریونونه تر سره کړل.

دغه لاریونونه تیره ورځ د بگرام د پوځي اډي مخکې پیل شول خو د چهارشنبې په ورځ د کابل په گډون په جلال آباد، لوگر او پروان کې هم مظاهرې وشوې چې پکښې شاوخوا اته کسان وژل شوي دي.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله په کابل کې شاوخوا ۵۰۰ کسانو په مظاهرو لاس پوری کړی وو خو بیا د جلال آباد په ښار کې د مظاهره چیانو شمیره زر تنو ته رسیده.

ویل کیږي چې په کابل کې لاریون کوونکو پر پولیسو بریدونه هم کړي دي. د امریکایي ځواکونو فینکس کمپ اوس د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا ساتل کیږي. ویل کیږي چې په دغه سیمه کې هوایي ډزې شوي دي.

په مظاهره چیانو پولیسو په دبرو ویشتلي دي
په مظاهره چیانو پولیسو په دبرو ویشتلي ديانځور: Reuters

د پروان د ولایت وياند ویلي دي چې په دغه ولایت کې د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ د نښتو په پایله کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي. په همدې حال کې د روغتیا وزارت خبر ورکړی دئ چې په کابل کې د مظاهرو پر مهال یو تن وژل شوی دئ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله د جلال آباد په ښار کي ډیری مظاهره کوونکي د پوهنتون محصلین او د ښوونځیو زده کوونکي ول. د دغه ولایت چاروکو ویلي دي چې د مظاهرو په پایله کې یو تن وژل شوی دئ او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

«د بگرام زندان مسئولیت دې ژر افغانانو ته ولیږدول شي»

ولسمشر کرزي د چهار شنبې په ورځ له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې افغانانو ته د بگرام د زندان د مسئولیت د لیږدولو بهیر گړندی کړي. ولسمشر کرزي دغه غوښتنه د امریکا د دفاع د وزارت له مرستیال اشتون کارتر، سره د لیدني پر وخت وکړه.

د چهار شنبې په ورځ د کابل په گډون په جلال آباد کې هم مظاهرې وشوي
د چهار شنبې په ورځ د کابل په گډون په جلال آباد کې هم مظاهرې وشويانځور: Reuters

ولسمشر کرزي په دغه لیدنه کې وویل چې افغانانو ته د بگرام د زندان د لیږدولو بهیر که هر څومره گړندی شي نو په هماغه اندازه به لږې ستونزې رامنځ ته شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې کارتر او جان الین په دغه لیدنه کې د بگرام د زندان د پیښې په اړه پخښنه غوښتې ده. ولسمشر کرزي تر دې مخکې هم افغانانو ته د بگرام د زندان د لیږدولو غوښتنه کړې وه.

د مظاهرو پر وړاندې غبرگونونه

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې وروسته له دې به د هغوی سرتیرو ته له دیني مسائلو سره د مناسب چلند کولو په موخه زده کړې ورکړل شي.

د سه شنبې په ورځ په کابل کې د باگرام د زندان په مخکې مظاهرې پیل شوي. ویل کیږي چې په دغه زندان کې امریکایي ځواکونو مذهبې کتابونه ته چې په کې قران شریف هم شامل وو سپکاوی کړی دئ.

یو امریکایي چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې امریکایي سرتیرو ځکه دغه قران شریفونه سوځولي دي چې بندیانو په قرانشریفونو کې یو بل ته پیغامونه استول.

په همدې حال کې دوه نورو امریکایي چارواکو ویلي دي چې دغه کار باید په مناسب ډول تر سره شوی وای. تر پیښې وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان الین، د یوې اعلامیې په ترڅ کې د پیښې په اړوند بخښنه وغوښته او ویویل چې دا پیښه قصدي نه وه.

الین په خپره شوې بیانیه کې ویلي دي: «زه تاسو ته ډاډ درکوم، له تاسو سره وعده کوم چې دا کار په هیڅ صورت قصدي نه وو.»

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي جان کوبز، له پیښې وروسته د افغانستان د علماوو د شورا له مشر مولوي قیام الدین کشاف، سره لیدلي دي.

هغه د پیښې په اړه خپله خواشیني څرگنده کړې ده. کوبز همداراز ویلي دي چې د ناټو قوماندان په دې اړه د پلټنو امر کړی دئ او وعده ئې ورکړې ده چې تر پلټنو وروسته به پر لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.

مسعود جهش (آژانسونه)
کتونکی: عبدالباري حکیم