1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په ناامنو سيمو کي د ملاريا ناروغي ډيره سوې

هجره حرکت (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

د هوا په گرمېدو سره د افغانستان په سویل او ختیځ کي اوسېدونکي د ملاریا ناروغۍ له زياتوالي څخه شکايت کوي. د صحي چارو مسئولين په ناامنو ولايتونو کي د ملاریا ناروغۍ ډېرېدل مني. خو وایې چې وقایوی تدابير په نظر کي لري.

https://p.dw.com/p/18jXf
[29345247] Mehr Todesopfer durch Malaria als gedacht ARCHIV - Ein Handout des Hilfsdienstes action medeor zeigt eine die Malaria übertragende Anopheles-Mücke auf dem Arm eines Menschen in Tansania. Malaria tötet doppelt so viele Menschen auf der Welt wie bislang angenommen. 2010 starben rund 1,2 Millionen Menschen an der Infektionskrankheit, haben US-Forscher ermittelt. Die gute Nachricht: Die Maßnahmen zur Bekämpfung der Malaria zeigen Wirkung, die Zahl der Todesfälle ist nach Angaben des Fachblattes «The Lancet» in den letzten fünf Jahren um fast ein Drittel zurückgegangen. Foto: Birgit Betzelt/actionmedeor/ef Achtung Redaktionen: Nur zur redaktionellen Verwendung! +++(c) dpa - Bildfunk+++
Anopheles Mücke schlägt zuانځور: picture-alliance/dpa/ Birgit Betzelt/actionmedeor

په کونړ ولايت کي د ملاريا او لشمانيا د کنترول د ملي پروگرام مسئول ډاکټر ظاهر شاه وايي، د جنګ، ناامنۍ او صحي کارکوونکو د تهدیدولو له کبله د ملاریا ناروغۍ ملي پروګرام په دغه ولايت کي په سمه توګه نه دی تطبیق شوی او په نتیجه کي په دغه ناروغۍ باندي د اخته کیدو پيښي زياتي شوي دي.

په غزني کي د ملاريا او لشمانيا د کنترول د ملي پروګرام مسئول محمد سرور نوازي، وایې چې په دې ولایت کي یوازي په تیر کال کي په دغي ناورغۍ اخته۴۰۰ کسان ثبت شوي دي.

هغه زياتوي: «دا سمه ده چې د ملاریا ناروغي په غزني کي زياته شوې ده او ادعا شوې وه چې تیرکال۴۰ تنه ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. موږ په دغي ناروغۍ داسي اخته کسان نه لرو چي په روغتون او يا نورو روغتیايي مرکزونو کي دي د دغي ناروغۍ له کبله مړ شوي وي. که چیري په ولسوالیو کي څوک ناروغه وي او روغتیايي مرکز ته نه وي ورغلي نو ممکنه ده چې مړ شوي وي.»

دغه راز د افغانستان په سويلي او ختيځو ولايتونو لکه خوست او کونړ کي هم خلک د دې ناروغۍ له زياتوالي څخه شکايت لري.

پشه خانه
پشه خانهانځور: Edlena Barros

د لغمان ولایت د عليشنګ ولسوالۍ اوسیدونکي تميم، وایې چې پخوا به د ملاریا د مخنیوي له پاره خلکو ته پشه خانې ورکول کیدې، خو سږکال دا کار نه دی شوی.

د ملاريا او لشمانيا د کنترول د ملي پرواگرام مسئول محمد سمیع نهضت هم په افغانستان کي د ملاریا زياتوالی منی، خو زياتوي چې تیرکال د ملاريا ناروغۍ۳۹۰ زره پيښي ثبت شوي دي، چي دا د ۲۰۱۱ کال په پرتله۱۹ سلنه او د ۲۰۰۲ کال په پرتله ۳۸سلنه کموالي ښيې.

سږکال په دې شعار سره «له ملاریا سره مبارزه، د راتلونکې له پاره پانګونه» د دغي ناروغۍ نړيواله ورځ ولمانځله شوه.

د روغتیا نړیوال سازمان د ملاریا ناروغې له ګواښ سره په مخامخ هېوادونو کي پراخ بروګرامونه تر لاس لاندي نيولي دي.

وقايوي اقدامات

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت چارواکو ويلي دي چي داسي اقدام يې پيل کړي دي چي له مخي به ئې په ۲۹ ولايتونو کي خلکو ته پشه خانې ووېشل شي.

سميع نهضت وایې:«د افغانستان د عامي روغتیا وزارت سږکال دوه میليونه يورو د
ملاریا ناروغۍ له پاره ځانګړي کړي دي. د هغه په وینا په همدې توګه (ګلوبال فند)۳۰ میليونه يورو د دې وقايوي پروګرام له پاره ځانګړي کړي دي.

د روغتيايي چارو مسئولين وایې چې د ملاریا کنترول پروګرام پر دریو برخو تقسیم شوی دي. د هغې له جملې نه ۱۴ ګرم سیر ولایتونه او ۱۵ سرد سیر ولایتونه درجه بندي شوي دي.

د نهضت په وینا په افغانستان کی د ملاریا ناروغي خطرناکه ده او دا به ښه وي چې د حفظ الصحې رعایت وشي. وګړي د خپل ژوند کولو چاپيریال ته نږدې د ولاړو اوبو مخه ونيسي او له پشه خانو نه کار واخلي، چي په دې ناروغۍ څوک اخته نه شی.

د نړيوال روغتيايي سازمان د شمیرو له مخي څرګنده شوې ده چې په افغانستان کي د دیرشو ميليونو وګړو څخه یې دوه ويشت ميليونه د ملاریا ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي.