1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان په هکله به انتخاب ژر ترمپ ته وړاندې شي»

۱۳۹۶ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې هغه به د افغانستان په هکله انتخاب «ډیر ژر» ولسمشر ترمپ ته وړاندې کړي. د هغه په خبره دغه ستراتیژي به یوازې افغانستان ته د تمرکز کولو پر ځای سیمه ایز روش ولري.

https://p.dw.com/p/2eb6x
Afghanistan US Soldaten in der Provinz Nangarhar
انځور: Imago

کابو دوې اوونۍ تر مخه په کابل کې یوې چاودنې چې د یوه ټانکر موټر په واسطه رامنځ ته شوه تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل. دا په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم له راپرځولو راهیسې په پلازمېنه کابل کې تر ټولو خونړۍ پیښه وه.

د امریکا متحدو ایالاتو د پوځ د یوې ارزونې له مخې په ځینو مواردو کې افغان امنیتي ځواکونه دې ته اړ شوي دي چې په لیرې پرتو سیمو کې له خپلو پاشلو مرکزونو څخه لاس واخلي او حکومت د افغانستان په ۵۷ سلنه خاوره کنترول یا نفوس لري. د متحدو ایالاتو د پوځ دغه ارزونه د روان میلادي کال په سر کې وړاندې شوې وه.

د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر متیس د وسله والو خدمتونو جرگه ته ویلي دي: «موږ په دې هکله یو سیمه ایز روش غوره کوو. موږ به دغه څه ولسمشر ته د پریکړې له پاره ډیر ژر وړاندې کړو.»

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر، متیس
انځور: Reuters/E. Su

متیس په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د قوماندان جنرال نکلسن، له لوري دغه هیواد ته د اضافي عسکرو د غوښتنې په هکله ویلي دي چې اضافي ځواکونه به د لوا په کچه افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکړي.

متیس په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې په دې برخه کې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر تر ټولو لویه وړتیا چې هوایي ملاتړ دی، تمرکز وشي. په همدغه استماعیه غونډه کې د متحدو ایالاتو د پوځ لوی درستیز جوزف دانفورد، ویلي دي چې ده متیس او ترمپ ته ځینې انتخابونه وړاندې کړي چې په افغانستان کې به د امنیتي وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.

د رویترز خبري آژانس په اپریل میاشتې کې رپوټ ورکړی وو چې د ترمپ اداره د افغانستان په هکله ارزونه تر سره کوي او په دې هکله خبرې کیږي چې دغه هیواد ته له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ نور اضافي امریکایي عسکر واستول شي.

په عین وخت کې ځینو امریکایي چارواکو افغانستان ته د نورو اضافي عسکرو د گټې په هکله پوښتنې راولاړي کړي دي. ځکه د هغوی په وینا افغانستان ته د اضافي عسکرو شمیر چې له سیاسي لحاظه د توجیه وړ وي په وضعیت کې به کوم ستر توپیر رامنځ ته نه کړي. تر اوسه په افغانستان کې ۲۳۰۰ امریکایي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او تر ۱۷۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

(Reuters) sr/ms