1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کي د ټاکنو بهر

۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبه

افغانانو نن د ټولو امنيتي ګواښونو سره سره د نوي پارلمان د ټاکلو دپاره د رايه ورکولو مرکزونو ته ولاړل او خپلي رايي يې و کارولې

https://p.dw.com/p/PFOV
تر اوسه پوري د څو ولايتونو څخه د زور زياتيو او مرګ ژوبلو خبرونه خپاره سوي
تر اوسه پوري د څو ولايتونو څخه د زور زياتيو او مرګ ژوبلو خبرونه خپاره سويانځور: AP

سرپل

په سرپل ولايت کي امينه قوماندان ومنله چي، د ټاکنو په بهيرکي بې نظمي رامنځ ته سوې خو په هغه کچه نده چي د ټاکنو بهير تر پوښتني لاندي راولي.

د سهار په لومړيو کي خبرونه تر لاسه سول چي د وکيل پاينده په نامه د يوه کانديد چي اوس هم د پارلمان غړی دی خلک په جبرهغه ته راي ورکولو ته را بولي.

په سيمه کي يوه خبريال چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي دويچه ويله ته په ټليفون وويل چي د وکيل پاينده وروڼه د سيد اباد ولسوالۍ په يو شمير سايټونو کي خلک په زور وکيل پاينده ته په رای ورکولو ډاروي.

د سرپل امنيه قوماندان جنرال بلال نيرم وويل چي دوی هڅه کوي د بې نظميو او خپل سريو مخه ونيسي.

باميان

Flash-Galerie Wahlen in Afghanistan 2010
انځور: DW

د باميانو ولايت د يکاولنګ په ولسوالۍ کي درايي ورکوني د دوو مرکزونو رايي پاڼي خلاص سوي دي.

د يکاولنګ ولسوال وويل چي د ټاکنو په بهيرکي د خلکو ګډون ډير زيات دی او دوی داسي فکرنه کاوه چي په دې شمير خلک به د رايي ورکولو په پروسه کي برخه واخلي.

نوموړي وويل چي که چيري دغو دوو مرکزونو ته چي رايي پاڼي پکښي خلاصي سوي، رايي پاڼي وانه ستول سي نو دوه په دريمه برخه اوسيدونکي به يي د رايو له حق څخه محروم پاته سي.

په باميانو ولايت کي په ټوله کي امنيتي حالت د دي خبر ترخپريدو پوري ښه ارزول سوی او ترينه د کومي زړه بګنونکي پيښي خبرندي ترلاسه سوي.

هلمند.

په لښکر گاه کي د ښځينه رايه ورکونکو مېرمني د تلاښۍ پر مهال
په لښکر گاه کي د ښځينه رايه ورکونکو مېرمني د تلاښۍ پر مهالانځور: DW

د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کي د مهال ويش خلاف ټاکني په نيم ساعت ځنډ پيل سوي.

په لښکرګاه کي د سهار تر اونيمو بجو پوري د رايي ورکولو مرکزونه نه وو پرانيستل سوي او خلک هم ډير لږ تر سترګو کيدل چي د ټاکنو د مرکزونو په لور ور روان ول.

د لښکرګاه يوه اوسيدونکي ميرآغا د ټليفون په کرښه دويچه ويله ته وويل چي دوی نه پوهيږي چي ولي ټاکني په ځند پيل سوي.

هغه وويل چي ښايي يولامل يې دا وي چي د سهار تر اوو بجو پوري د لښکرګاه ښار په مرکز کي يو شميرانتخاباتي مرکزونو ته لازم مواد نه وو رسېدلي.

په داسي حال کي چي تيره ورځ د ټاکنو کمېسيون ريس ويلي ول چي د تيري شپي تر دولس بجو پوري به د ملک ټولو سيمو ته انتخاباتي اړين مواد رسول کيږي.

بله خوا د هلمند د موسي کلا ولسوالۍ څخه را رسيدلي راپورونه وايي چي د انتخاباتي کارکونکو پر موټر چاودنه سوي.

د موسي کلا ولسوال وايي چي يو کارکونکي په دغه چاودنه کي وژل سوی او دوه نور ژوبل دي.

کندز.

Flash-Galerie Wahlen Afghanistan
انځور: DW

په لسګونو کسان د بيلا بيلو انتخاباتي مرکزونو مخه ته ولاړ ول تر څو په خپله رايه خپل راتلونکي وکيل وټاکی.

په کندز ولايت کي څه کم درې سوه د رايي ورکولو مرکزونه پرانستل سوي دي.

کندز والي انجينيرعمر او امنيه قوماندان هغه لومړي کسان ول چي خپلي رايي يي د شيرخان په ليسه کي په يوه ټاکنيز مرکز کي وکارولي.

د کندز ولايت چي يو شمير ولسوالۍ يي په دي ورستيو کي د نا امنيو شاهدي پاتي شوي خو امنيه قوماندان ډاډ ورکړ چي دوی پولس سرتيري د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت لپاره په دندو ګمارلي او هيڅ راز ستونزه نه ليدل کيږي.

د کندز والي انجينيرعمر د کندز ټولو خلکو ته ډاډ ورکړ چي کولای سي په ډاډه زړه په دغه تاريخي بهير کي برخه واخلي او د دښمن له ګواښونو و نه بيريږي.

کندز د افغانستان په شمال کي عمده ولايت بلل کيږي چي څه موده دمخه يي والي د بهرنيو دولت ضد وسله والو جنګيالو د شتون خبر هم ورکړل وو.

پروان.

Flash-Galerie Wahlen in Afghanistan 2010
انځور: DW

د کابل شمال پلو پراته پروان ولايت کي ټاکني په خپل وخت د سهار پر پوره اوو بجو پيل سوې.

د دغه ولايت والي بصير سالنګي او يو شمير نور حکومتي چارواکي هغه کسان ول چي د چاريکارو د ښار په يوه ټاکنيز مرکز کي يې خپل رايي وکارولي.

بصير سالنګي د پروان پر خلکو ږغ وکړ چي خپلي رايي وکاروي او خپل د خوښي وړ وکيل وټاکي.

عيني شاهدانو دويچه ويلي ته وويل چي ډيری خلک د رايو د مرکزونو په لور روان ول چي پکښي ښځي هم تر سترګو کېدې.

په پروان کي د رايي ورکولو ۱۵۱ مرکزونه پرانيستل سوي دي.

لومړني ستونزه چي په پروان کي وليدل سوه هغه د کارتونو د سوري کولو د ماشين خرابيدل ول.

د پروان امنيه قوماندان جنرال شير احمد ومنله چي دغه ماشين په يو شمير سايټونو کي ستونزه پيدا کړي او دوي اوس د دغه ماشين پر ځآي له قيچي څخه کار اخلي.

ننګرهار.

د جلال آباد ښار يو انځور
د جلال آباد ښار يو انځورانځور: DW

د ننګرهار پر مرکز جلال آباد ښار باندي د ټاکنو د بهير تر پيليدو يو ساعت دمخه څلور توغندي وتوغول سول.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي دويچه ويلي ته وويل چي يو توغندی د استوګني پر يو کور لګيدلي او درې نور هوايي ډګر ته نږدې په شاړو ځمکو کي لګيدلي چي مرګ ژوبله يي نده اړولې.

عبدالزي وويل چي ټاکنيز مرکزونه د پلان سره سم د سهار پر اوو بجو پرانيستل سول او خلک د ټاکنو د صندوقنو په لور روان دي.

د نطاق په خپره، سهار وختي د مرکز بيز په نامه سيمه کي يو ماين هم وچاوديد چي مرګ ژوبله يي نده اړولې.

بادغيس.

Flash-Galerie Wahlen Afghanistan
انځور: DW

نن سهار اوه بجي د بادغيس په مرکز قلعه نو کي ټاکني پيل سوې.

لومړني مرکز په قلعه نو ښار کي پرانيستل سو او د دغه ولايت والي لومړني هغه کس وو چي خپله رايه يې وکاروله.

د ټول ټاکنو د کمېسيون سيمه ايزو چارواکو د ټليفون په کرښه دويچه ويله ته وويل چي دغلته به ۱۲۱ مرکزونه پرانيستل کيږي.

بادغيس هغه ولايت دی چي تيره ورځ پکښي د ټاکنو د کمېسيون اوه تنه کارکونکي هم تښتول سوي دي.

د بادغيس والي اشرف ناصري وويل چي دوي پوره ډاډمن دي چي خلک به په ټاکنو کي برخه اخلي او په ګڼ شمير کي پوليس سرتيري دغلته په دندو ګمارل شوي دي.

ميدان وردګ.

Flash-Galerie Wahlen in Afghanistan 2010
انځور: DW

د ميدان وردګو ولايت په مرکز کي ټاکني پيل سوي خو په يو شمير ولسواليو کي يي جګړه روانه ده .

د ميدا ښار په مرکز کي درې مرکزونه هغه هم په ځنډ سره پيل سوه.

دغه مرکزونه د خالد بن وليد ليسه، شهيدانو مينه، سور پول کي مرکزونه خلاص سوي دي.

په سيمه کي د عبدالله په نامه يوتن رايه ورکونکي دويچه ويله ته وويل چي همدا اوس د شهيدانو ميني په سيمه کي چي د مرکز اړوند ده د پراګنده ډزو ږغونه اوريدل کيږي.

دغه راز د ميدان وردګو د بند چک امنيه قوماندان دويچه ويله ته وويل چي طالبانو د توغنديو بريدونه پيل کړي او تر اوسه چا ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

همدا راز وسله والو طالبانو د سيد آباد په ولسوالۍ کي د پوليسو پر يوې چوڼۍ بريد کړي چي مرګ ژوبله يي نده اړولي .

د ميدان وردګو ولايت وياند آدم خان سيرت دويچه ويله ته وويل چي، پروسه په مرکز کي پر اوو بجو پيل سوې.

هغه وويل چي په سيد آباد ولسوالۍ کي هم جګړه سوې خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

سيرت دا هم وويل چي په مرکز کي د ښځو ګډون ډير رنګين دی خو ښايي په ولسواليو کي کمي ښځي په پروسه کي برخه ولري.

فارياب

Flash-Galerie Wahlen Afghanistan
انځور: DW

د فارياب والي عبدالحق شفق هغه خبرونه رد کړل چي د ميمنې ښار په ګډون په يو شمير ولسواليو کې د رايي ورکولو په بهيرکي ګډوډۍ او خپل سرۍ رامنځ ته سوي دي.

عبدالحق شفق وايي چي په ميمنې ښار کي انتخاباتي مرکزونه د پلان سره سم پرانيستل سول او تر اوسه پوري د کومي پيښي خبر ندي تر لاسه سوی.

جلالزی/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم