د افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د وتلو بحث لانجمن سوی
۱۳۸۹ دی ۲۴, جمعهد آلمان د پوځ صنفي اتحادي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د ايستلو لپاره د يوي «غيرمعقولي» نيټي د ټاکلو پر ضد خبرداري ورکړي دي.
د هغي اتحاديي مشر ډګروال Ulrich Kirsch د پنجښنبي په ورځ په بن کي وويل چي داسي ښکاري «د نړيوال امنیتی مرستندوي ځواک آيساف په چوکاټ کي د آلمان د پوځي ماموريت په بحث کي سياسي ګوندونه تر زياتي کچي خپلي ګوندي ګټي په پام کي نيسي.»
ډګروال Kirsch وويل: «هر سرتيري غواړي چي په افغانستان کي جګړه پاي ته ورسيږي او ډير ژر بيرته خپل وطن ته ستانه شي.» خو هغه يادونه يي وکړه: « د عمل په ډګر کي زمونږ نارينه او ښځينه سرتيري له نوموړي هيواد څخه د وتلو په هکله روان بحثونه له واقعيتونو سره بيګانه ګڼي.»
د آلمان د پوځ د فدرال صنفي اتحاديه هغه يوه ټولنه ده چي د دغه هيواد د سرتيرو له حقونو څخه دفاع کوي. د هغي اتحاديي مشر وويل: « آلماني سرتيري د عمل په ډګر کي ويني چي افغان امنيتی ځواکونه لا تراوسه چمتو شوي نه دي چي وکړاي شي، د خپل هيواد امنیتی مسووليت په غاړه واخلي.»
هغه په څرګندو الفاظ وويل: « که چيري ماموريت دا وي چي رښتيا هم افغان امنيتی ځواکونه هسي جوړ شي چي وکړاي شي مسووليت خپله په غاړه واخلي، نو د 2011 کال پاي له افغانستان څخه د وتلو د پيل نيټه يواځي يو خوب دي او خيال.»
هغي صنفي اتحاديي د آلمان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي د المان د ملي پوځ په اختيار کي د اړتيا وړ وسايل کيږدي ترڅو وکړاي شي چي خپل ماموريت هسي ترسره کړي چي تري غوښتنه کيږي.
هغه وويل:« تر ټولو مهمه خبره دا ده چي په عملياتو کي د يوه ګمارل شوي سرتيري د خدمت موده هيڅکله له څلور مياشتو زياته اوږده نه شي.
ډګروال Kirsch زياته کړه:« کله چي له دغي مودي څخه د ګمارل شوو سرتيرو شمير په سلو کي 50 زياتيږي، بيا دي نو سياست تعجب نه کوي جي زمونږ سرتيري د ماموريت څخه وروسته د رواني ناروغيو تر فشارونو لاندي ځوريږي.»
د آلمان حکومت د تيري چهار شنبي په ورځ پريکړه وکړه چي د افغانستان پوځي ماموريت د يو بل کال لپاره اوږد کړي. په دغي پريکړه کي چي د جنوري په 28 د آلمان پارلمان پري بحث کوي، د لومړي ځل لپاره دا خبره څرګنده شوه چي د «عيني شرايطو په پام کي نيولو سره به آلماني سرتيري د روان ميلادي کال په پاي کي له افغانستان څخه په وتلو پيل کوي.
د آلمان خبري آژانس/ عبدالباري حکيم
کتونکي: بريښنا صابر