1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه د آلماني عسکرو د ايستلو وخت نا څرګنده دی

۱۳۸۸ شهریور ۲, دوشنبه

د المان د اتحادي جمهوريت حکومت دټاکنو د مبارزې سره سره په افغانستان کي د عسکرو د ګمارل کيدو په برخه کي يو والی لري...

https://p.dw.com/p/JH7N
د افغانستان په شمال د کندوز ښار په دښتو کي آلماني عسکر د ګزمې پر مهال
د افغانستان په شمال د کندوز ښار په دښتو کي آلماني عسکر د ګزمې پر مهالانځور: AP

لومړۍ وزيري مېرمن انګيلا ميرکل او د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د اونۍ په سرکي داخبره چي له افغانستانه څخه د المان دپوځ د ايستلو لپاره يوه نيټه وټاکله شي، په يو والي سره رده کړې ده.خو د بهرنيو چارو وزیر شټاين ماير چي دلومړي وزارت مقام ته دسوسيال ډيموکرات دګوند کانديددی دتلويزيون د لومړي پروګرام« له برلين نه درپوټ» په خپرونه کي ويلي دي، چي که دی ټاکني وګټي له افغانستانه څخه به د المان دپوځ د ايستلو لپاره يو مشخص پلان وړاندي کړي.

«زه وايم چي موږ بي له فکره افغانستان ته نه يو تللي. دا يو لامل لري چي د2001 کال دسپتمبر د11 نيټي له پيښو سره اړوند لري. موږ غوښتل چي ځانونه لدې نه چي موږ هم دلته په جرمني کي قرباني شو، وساتو. موږ بي فکره هلته نه يوتللي، اونه به بې فکره تري راووزو. خو د افغانستان له نوي جمهوررييس سره بايد پدي وږغيږو،چي څومره بايد هلته پاته شو. او د امکان په صورت کي به زموږ دعسکرو پاته کيدل څه وخت پای ته ورسيږي.»

لومړۍ وزيري ميرکل بيا دتلوويزيون په دويم پروګرام کي د«مخامخ برلين» په خپرونه کي له افغانستانه څخه د الماني عسکرو دايستلو دموضوع په هکله وويل: «موږ داخبره کړي ده زما مطلب دټولو هغو هيوادونونه دی، چي عسکر يي افغانستان ته استولي دي، چي ددوی عسکر به د تل لپاره هلته پاته نه شي اوموږ خپلي موخي هم بيان کړي دي. موږ یو هدف لرو هغه داچي افغانان پخپله خپل امنيت تامين کړای شي. موږ دې ته د ارقامو په اساس هم دليل ويلی دی، چي څومره عسکرو ته اړه لرو، اوڅومره پوليس بايد وروزل سي. دا د افغان هوکړه ليک یوه برخه ده، چي بل کال ته بايدبيا خبري ورباندي وشي او هرڅومره چي موږ ژر دا کار وکولای شو په همغه اندازه ژر خپلوموخو ته رسيږو او کولای شو، چي مسوليت د افغانستان حکومت ته ور پريږدو او دا بې ځايه نده چي زه پدي برخه کي دبهرنيو چارو له وزير فرانک والټر شټاين ماير سره يو والی لرم، ځکه چي هغه هم هدف بيانوي، او نه وايي چي څو کاله وروسته به پوځ و ايستل شي.»

همدغه ډول د ازاد ډيموکراټ دګوند مشر ګيدو وستر وله هم له افغانستانه څخه د الماني پوځ د ژر ايستلو پر خلاف دي او وايي، چي دابه غلط کاروي که موږ نن خپل پوځ وباسو، نو کابل به سباته بيا د نړۍ د تروريستانو پلازمېنه وي. دا خبره ده د فرانکفورته الګماينه د ورځپاڼي د يکشنبې د ورځي په ګڼه کي کړي ده.

د المان د اتحادي جمهوريت په ولسي جرګه بوندس تاګ کي ددفاعي چارو مامور رانهولد روبه ځانته دخلکو دجلبولو په مطلب له افغانستانه څخه د المان دپوځ د ايستلو تقاضا د انتقاد وړ بللې او ويلي يي دي، چي د المان د اردو ډير متعلقين څو څو ځلي افغانستان ته تللي دي او وايي چي هلته مثبت اثرات ويني. ده داخبره د زاربوکر څايتونګ د ورځپاڼي د دوشنبي د ورځي ګڼي ته کړې ده.

RS/ ARD/ ZDF/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل