1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه د الماني عسکرو د ايستلو په اړه مشاجرې کول يوه لويه اشتباع ده

۱۳۸۸ شهریور ۲۳, دوشنبه

په کندوز کي د آلماني ځواکونو د بمباريو څخه وروسته په جرمني کي يوار بيا جرو بحثونو زور اخستی چي آلماني عسکر دي د افغانستان څخه ووځي...

https://p.dw.com/p/JecP
د جرمني په پارلمان کي په افغانستان کي د هغه هيواد پر پوځي ماموريت باندي تاوده بحثونه روان دي
د جرمني په پارلمان کي په افغانستان کي د هغه هيواد پر پوځي ماموريت باندي تاوده بحثونه روان ديانځور: picture-alliance/ dpa

دناټو د هوايي ځواکونو له خوا کومه بمباري چی په کندوز کي دآلمانی عسکرو دقوماندان ډګرمن جور ج کلاين په امر او هدايت سره شوی، په هغه کي ملکي وګړی هم وژل شوي دي، چي ددغه پيښي له امله،په تيره بیا په آلمان کي دننه دغه راز جرو بحثونه زیات تاوده شوی چی آلمانی عسکر دي دافغانستان له خاوري څخه وو ځی . خو د مبصر کاي کوستنر په عقيده له افغانستان څخه دآلمانی عسکرو وتل به په روان وخت کی یوه اشتباه او دکندوز دپيښی په هکله ديوه غلط غبرګون ښودل وی .

دافغانستان ولسمشر حامد کرری په روان وخت کی له ډیر و ستونزو سره مخامخ دی . داچي ولی ، ډير دلايل شته دی . يو ددغه دلايلو څخه دکندوز په ښار کی دبمباري په هکله ديوه څارونکی ډلګه ګی درپوټ خپريدل دی . څو ورځي دمخه حامد کرځي د Le Figaro په نامه دفرانسوي ورځپاڼۍ سره په یوه مرکه کی دکندوز دښار دپيښی په اړوند په آلمانانو باندی سختی نیوکي کړو . او ويلی و چی آلمانانو حالات بيخي په غلط ډول سره اټکل کړی و . خو اوس دهغه څارونکي ډلګه ګی يو غړی چی پخپله دحامد کرځي له خوا نومول شوی دآلمان د ARD دتلوزيون سره په يوه مرکه کي وايی چي دکندوز دبمباري دپيښي اصلي مسول طالبان بلل کيږي .

خو بياهم دددغي خبری مانا به دا نه وی چي دافغانستان په شمال کي آلمانی عسکر په اصطلا پخپل څوکی تکيه وکړی او ووايی چی موضوع پای ته رسيدلي. نه داسی نده همدغه نپر چی وايی دپيښی اصلي مسولین طالبان دی داهم وايی چی به دغه پیښه کی 30 کسه ملکی وګړی هم وژل شوي دی . تر اوسه دآلمان ددفاعي چارو وزارت حتي دی ته نه و چمتو چي دکندوز په بمباری کي ديوه ملکی وګړی وژل کیدل ومنی . په داسي حال کی چی ويل کيده کله چي دتښتول شو ټانکونودبمباري امر ورکړ کيده ، ددغه ټانکونو په شاوخواکی دکلي ډير اوسیدونکي راغونډ و . دمخه هم دافغانستان دمسالي په اړوند دآلمان ددفاعی چارو دوزارت په معلو ماتی سیاست باندی نیوکی شوي ا و داځلی هم به دی برخه کي نیمګړتياوي لیدل کیږی.

خو ددغه ټولو خبرو او مسايلو دپه نظر نیولو سره سره داخبري او جرو بحثونه چی آلمانی عسکر دی له افغانستان څخه ووځی ،په روان وخت کی او دکندوز دبمباری دپيښي په اړوند یو غلط غبرګون وی . که څوک دکندوز دبمباري دپيښی څخه غواړی يوه زده کړه وکړی ، نو هغه به داوی چی ووايی دغه پیښه ددی حقیقت يو انځور بلل کیږی چی افغانستان په روان وخت کی نړیوالو ځواکونو ته زښته زیات اړتیا لري . او حتی که سړی ووايي چی دغه هیوا ته به دزياتو نړیوالو ځواکونوليږل هم ضروری وی ، بیځایه خبره به نه وی . داچي طالبان به دی بریالي کیږی چی دټانک دوه لاري موټر دکندوز دښار له منځه وتښتوی ، ددي حقيقت ښکارندوی بلل کیږی چی طالبان دومره پياوړی شوی چی اوس دوي شمال ته هم رسيدلي دي . دابه ځانته خبره وی چی سړي ووايی به تيرو کلونو کي په افغانستان کی څه اشتباوی شوی . خو اصلی خبره داده چی که چيری آلمانان به روان وخت کی افغانان دتند لارو سره دمبارزي په مساله کی یواځی پریږدی ، نو به دغه هيواد کی به هغه ګډوډي او ناکراري له سره پيل کړاي شی چی د90 لسیزي په پيل کی دغه هیواد ورسره مخامخ و .

همداشان په دی موضوع باندی جرو بحث او خبری چی له افغانستان څخه دی دالمانی يانورونړیوالو عسکرو دايستلوو دپارهيو پلان وړاندی شی ، هم يو بيځایه جروبحث بلل کيدای شی . ځکه په دی کار سره به طالبان یانور تند لاری ډلی خوشالیږی چی دوي پخپلو تبلیغاتو سره خپلو موخو ته نژدی کیږی اودوي به افغانانوته واي چی مونږ به تل ويلی چی سړی په لويدیځو هیوادونو باندی اعتماد نشی کولای .دوي به ژر ولاړ شی او ښه به داوی چی تاسی له دی سره وشميری چی مونږ به ډير ژر بيرته راځو.

Küstner, Kai/ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل