1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو پر موضوع د نظر اختلاف موجود دی

۱۳۸۹ خرداد ۳۱, دوشنبه

د امريکاد متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس هغه يادوني رد کړې چي د راتلونکي ميلادي کال د جولای په مياشت کي به د افغانستان څخه ډير امريکايي سرتيري ووزي...

https://p.dw.com/p/NyG5
د امريکا د دفاع وزير رابرت گېټس او لوی درستيز مايکل مولين
د امريکا د دفاع وزير رابرت گېټس او لوی درستيز مايکل مولينانځور: AP

دغه نېټه د متحده ايالاتو د جمهور رئيس، بارک اوباما له خوا د افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو په ستراتيژي کي د يو ضرب الاجل په توګه تر دې د مخه ټاکلې دي.

ګېټس دFox News نومي تلويزوني شبکي سره پرون په مرکه کي ويلي چي: « مطلق تصميم نه دي نيول شوي.»

د گېټس دغه ډول يادوني د بارک اوباما د اداري په دننه کي د سرتيرو د ايستلو د شمېر پر سر د نظر د اختلاف ښکاروندي دي.

امریکايي ژورناليست Jonathan Alter د جمهور رئيس د مرستيال، جو بايدن له خولي ويلي دي،چي: « د 2011 کال په جولای کي به ډير سرتيري بيرته خپل هيواد ته ستانه سي.»

کله چي د سپيني ماڼۍ د اداري چارو د رئيس Rahm Emanuel څخه پوښتنه وسوه، د بايدن خبري يې رد نه کړې، خو د ګېټس په څېر يې د امريکايي سرتيرو د ايستلو په اړه ويلي دي،چي د وخت په شرايطو پوري اړه لري.

هغه د ABC تلويزيون ته سره په مرکه کي ويلي دي چي،« هر يو پوهيږي چي يو ثابته نيټه ټاکله شوي ده. دا هغه نېټه چي د سرتيرو د ايستلو په موضوع پوري اړه لري. دا هغه سرتيري دي چي اوس افغانستان ته استول سوي دي. چي شمير 30 يې زرو ته رسيږي.»

د سپيني ماڼي د اداري چارو رئيس زياته کړې: « پر دغه نېټې باندي موږ ټينګ ولاړ يو اوگورو چي په څه شمېر سرتيري ايستلای سو.»

د امریکا ددفاع وزيرګېټس د جمهور ر ئيس د مرستيال د يادونو څخه چي په نوموړې نېټه به ډير امريکايي عسکر بيرته خپلو کورونو ته ستانه شي، بې خبري ښودلې.

هغه وايي:« عمومي موافقه داده چي د جګړې د ډګرقوماندان، جنرال سټنلي ميک کريسټل د هغه وخت شرایط تشخیصوي چي آیا د وتلو دپاره برابر دي که نه او که دي په څه شمېر را وایستل سي.

میک کریسټل ويلي دي په کندهار کي عمليات ښايي ډیر وخت ونيسي، هغه څه چي تر مخه يې انتظار نه کېدی.

هغه وويل چي، د روان ميلادي کال د ډسمبر په میاشت کي به معلومه سي، چي آیا د سرتیرو ډيرېدل او د هغه د ياغيانو ضد ستراتيژۍ کومه ګټه کړې ده که نه.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل