1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه د هالنډي عسکرو وتل به پر نورو هيوادونو څخه اغېزه ولري؟

۱۳۸۸ اسفند ۵, چهارشنبه

په افغانستان کي د هالنډ سرتيري ښايي ډير زيات نه وي. خو د افغانستان په يوه خطر ناکه ولايت لکه ارزګان کي د هغوي شته والي نه يواځي خورا د اهميت وړ دی، بلکه هلته يي په عمومي توګه فوق العاده غوره دنده ترسره کړی ده...

https://p.dw.com/p/M9iE
په افغانستان کي هالنډي سرتيري
په افغانستان کي هالنډي سرتيريانځور: AP

اوس چي د هالند د حکومتي کړکيچ په نتيجه کی پلان شوی چي دغه سرتيري ب سږ کال له ارزګان څخه ووځي، په افغانستان کي د ناتو پر ماموريت باندي به يوه ښکاره اغيزه وکړي، دا په داسي حال کي ده چي دغه ماموريت د هغه سازمان نور متحدين هم لا مخکي تر سخت فشار لاندي نیولی دی تر څو په خپلو اړوندو هيوادونو کي توجيه کړي چي ولي هغوي په دغه ماموريت کي برخه اخلي.

دي مسألي يو لړ انديښني راپارولي چي ښایی په نورو هيوادونو باندي هم اغيزه وکړي او د يو ديوال د خښتي په څير يو په بل پسي وغورځيږي.

ايفا ګروس چي د بروکسل په پوهنتون کي د اروپايي څیړنو په انستيتوت کي د اروپا د اتحاديي د بهرنيو او امنيتي پاليسو د پروګرام مشرتوب په غاړه لري، د آلمان غږ راډيو ته په يوه مرکه کي وويل:

« دا خبره صحيح ده چي د افغانستان ماموريت په ډيرو اروپايي هيوادونو کي محبوبيت نه لري، نو رښتيا هم که چيري په هالند کي د حکومت د نسکوريدو له امله هغه هيواد له پلان سره سم خپل سرتيري له افغانستان څخه وباسي، پرته له شک چي دا د انديښني وړ خبر ده. خو دا چي هغه دي د ديوال د خښتو د لويدو ډوله اغيزه ولري، دا به په دي انديښنه کي لږ څه مبالغه وي.»

په اروپا کي هر هيواد خپل ځانګړي خوځښت او خپله ځانګړي رسم لري، نو له دي امله د کار پوهي ګروس په آند، ګمان نه کيږي چي په ټوله اروپا کي دی له افغانستان څخه د اړوندو هيوادونو د سرتيرو د ايستلو خبره توده شي.

کارپوهان وايي، آلمان باندی به چيرته چي د دي اوني په پاي کي د هغه هيواد فدرالي شورا يا بوندستګ د آلماني سرتيرو د زياتولو پر سر رايي ورکوي، د هالند تصميم کومه اغيزه ونه کړي. د آلمان د يو نظرياتي او څيړنه ايز مرکزمشر، کلاوس پيتر شويپنر وايي: «په آلمان کي عامه ذهنيت د هالند د سياسي کړکيچ سره اغيزمن کيداي نه شي ، ځکه د آلمان يو ستر اکثريت همدا اوس په افغانستان کي د خپل هيواد د پوځي ماموريت سره مخالف دي.»

شويپنر فکر کوي، په داسي حال کي چي آلمانان د افغانستان ماموريت ته د شک او ترديد په سترګه ګوری، خو د هغوي ډيري د خپل حکومت د هغه يو پلان سره راضي ښکاری چي له افغانستان څخه د خپلو عسکرو وتل په پام کي نيولي دي. شويپنر د آلمان غږ راډويو ته وويل: « نو په دي وجه زه فکر نه کوم چي دا موضوع دی په آلمان کي ډيره زياته جدي ونيوله شي.»

دغه کارپوه يادونه کوي: « سر بيره پر دي آلمانان په افغانستان کي د خپل هيواد ماموريت ته ډير زيات پوځي بڼه نه ورکوی. مونږ خپل ځان د بشري مرستو د ورکړي د يو هيواد په توګه ګنو.» که چيري آلمانان په بيړه له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د وتلو لپاره تصميم ونيسي ، دا په دي معني ده چي هغوي خپلو بشري مسووليتونو ته شا اړوي.

د بروکسل په پوهنتون کي د اروپايي څیړنو په انستيتوت کي د اروپا د اتحاديي د بهرنيو او امنيتي پاليسو د پروګرام مشره ايفا ګروس بيا وايي په داسي حال کي چي له افغانستان څخه د هالندي سرتيرو د ايستلو تصميم ښايي سمدلاسه په نورو متحدينو اغيزمه ونه کړي، خو په ډيرو هيوادونو کي د وتلو د مهال ويش بحثونه به تاوده کړي. ګروس زياتوي: « دغسي يو تود بحث په ځينو هيوادونو لکه آلمان، بریتانيا او حتي امريکا متحده ايالاتو کي لا مخکي پيل شوي دي چي څرنګه هغوي خپل سرتيري له افغانستان څخه وباسي.»

کارپوهان وايي: لږ تر لږه په اوسني وخت کي په افغانستان کي د هالندي سرتيرو پر سر را پيدا شوي سياسي اړودوړ يواځي دومره کولاي شي چي د ناتو پلان جوړونکي محبوره کړي ترڅو د هالند د سرتيرو د وتلو لپاره هغسي يوه سناريو طرحه کړي چي په نورو هيوادونو باندي داسي اغيزه ونه کړي لکه چي د ديوال يوه خښته د بلي پسي وغورځيږي.

Knigge, Michael/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل