1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان څخه د گازو د پايپ لاين د تيريدو خبره بيا کيږي

۱۳۹۰ آذر ۲۲, سه‌شنبه

ټاکل سوې چي د افغانستان او پاکستان له لاري هندوستان ته د ترکمنستان د گازو د انتقال موافقتنامه به ډېر ژر لاسليک سي. دغه ډول خبري څو مياشتي مخکي هم تر سره سوې خو کومه پايله يې نه درلوده.

https://p.dw.com/p/13RX9
پايپ لاين د ترکمنستان څخه تر هندوستان پوري غځېږي
پايپ لاين د ترکمنستان څخه تر هندوستان پوري غځېږيانځور: AP/DW

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي، چي ولسمشر کرزي د ترکمنستان د نفت گاز او معدني صنايعو له وزير بيرم گلدي نادروف سره په يوه ناسته کي هوکړه کړې، چي ډير ژر د گازو د لېږد موافقتنامه لاسلیک کړي.

په اعلاميه کي دا نه دي راغلي چي دغه قرارداد به څه وخت لاسليک سي. خو ويل سوي چي دغه موافقتنامه به د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هندوستان تر منځ په عشق آباد کي لاسلیک سي.

افغان ولسمشر په دې اړه ويلي دي:«د دې پروژې د اهميت په پام کي نيولوی او د هغې په تطبيق سره نه يوازي د څلور هيوادونو اقتصاد وده کوي، بلکي د سيمي پر امن او ثبات باندي ډيره مثبته اغيزه لرلای سي.»

دغو څلورو هيوادونو تر دې مخکي هم د افغانستان او پاکستان له لاري هندوستان ته د ترکمنستان د گازو د انتقال په اړه غونډي درلودې، خو تر اوسه يې عملي کار نه دی پيل سوی.

ددې پروژې په عملي کولو سره به افغانستان په خپله خاوره کي د پايپ لاين د تيريدو په خاطر د کاله ۳۰۰ ميليارده ډالره تر لاسه کړي.

ټاکل سوې چي دغه پايپ لاين به د افغانستان له هرات، هلمند او کندهار ولايتونو څخه تير پاکستان او وروسته هندوستان ته و غځول سي.

خو د پاکستان او افغانستان او دغه راز پاکستان او هندوستان تر منځ وروستيو اړيکو دغه پروژه له خنډونو سره مخامخ کړې.

په روان وخت کي پاکستان نه يوازي افغانستان ته پر تيرېدونکو هغو لاريو بنديز لگولئ، چي ناټو ځواکونو ته اکمالات رسوي، بلکي د کراچي په بندر کي افغان سوداگر هم له ستونزو سره مخا مخ سوي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل