1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان کرکیټ بورد د ځوانو لوبغاړو په لټه کې دئ

۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبه

په افغانستان کې د کرکیټ لوبې ته د لا ودې او د ځوانو استعدادونو د رابرسیره کولو په موخه د (Grade one) منتخبو ولایتي لوبډلو ترمنځ د کرکیټ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې دي.

https://p.dw.com/p/15GKV
انځور: DW

 په دغو سیالیو کې چې د جوزا (غبرګولي) میاشتې په شلمه نیټه، په کابل او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې دي، دولس لومړۍ درجه (Grade one) منتخبو ولایتي لوبډلو برخه اخیستې ده.

د افغانستان د کرکیټ بورد اجرائيوي مشر ډاکتر حامد شینواری وایي: «د افغانستان کرکیټ بورد به د دغو سیالیو په ترڅ کې هغه لوبغاړي چې ښه استعدادونه او وړتياوې ولري او تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې په نښه کړي او په راتلونکې کې به ئې د زوانانو په منتخبو لوبډلو او په الف لوبډلې کې ولوبوي.»

د ډاکټر حامد شینواري په وینا، د ولایتي سیالۍ تر سره کول، که له يوې خوا د لوبغاړو هڅونه ده، نو له بلې خوا له دې لارې به د افغانستان د الف لوبډلې ترڅنګ د ملي او نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې له پاره ملاتړي لوبغاړي تر لاسه شي.

د دغو سیالیو له پاره لوبډلې په څلورو ګروپونو ویشل شوې دي چې دوه ګروپونه په کابل او دوه نور په ننګرهار کې لوبې ترسره کوي. په ټوليزه توګه په دې سياليو کې د دولسو ولايتونو لوبدلې برخه اخلي چې د هغوی له ډلې څخه شپږ لوبډلې ئې په کابل او شپږ نورې ئې په ننګرهار ولايت کې لوبې کوي.

د کابل په لومړي ګروپ کې د کابل، میدان وردګ او لوګر ولایتونو لوبډلو لوبې ترسره کړې چې د کابل لوبډلې وکولای شول چې د دغو سیالیو نیمه پای لوبې ته لاره ومومي و په ننګرهار کې بیا پکتیا، لغمان او بغلان په په لومړي ګروپ کې ځای درلود چې د پکتیا لوبډلې نیمه پای لوبې ته لاره وموندله.

د دوهم ګروپ سیالۍ د روانې جوزا میاشتې په ۲۴ نیټه، پیل شوې دي چې په کابل کې د کندهار، خوست، پنجشیر او په ننګرهار کې د کنړ، غزني او کندز لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبیدې. د دې لوبو په ترڅ کې له کابل څخه خوست او د ننګرهار له ګروپ څخه کندز دوه پرله پسې لوبې وبایللې او له دې لوبو بهر شوې.

که څه هم چې دغه تورنمنټ تر اوسه پای ته نه دئ رسیدلی خو یو شمیر لوبغاړو له ځانه د وړتیا په ښودلو سره د افغانستان کرکیټ بورډ ته ثابته کړې ده چې دوی د زون په کچه د لوبډلو او الف لوبډلو تر څنګ په ملي لوبډله کې د لوبیدو وړتیا لري. ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو په کوارټر فاینل کې کونړ د غزني او کندهار د پنجشیر پر وړاندې لوبه وکړي.

نصرت الله وفا/ کابل
کتونکی: مسعود جهش