1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان کړکیچنه اونۍ او د ولسمشرغیابت

۱۳۹۴ مرداد ۱۱, یکشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په یوه ډيره مهمه اونۍ کې د خپل هیواد د سیاسی صحنې څخه لیری دی. غني د زمري په اوومه آلمان ته د درملنۍ لپاره تللی . دهغه سفر د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې له خبره سره جوخت شوو

https://p.dw.com/p/1G8ez
د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني آرشیف
د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني آرشیفانځور: Reuters/M. Ismail

د ولسمشر اشرف غني په غیابت کې عملا په کابل کې هیڅوک د حکومت سرپرستي په غاړه نه لري. د اساسي قانون له مخې د ولسشمر لومړی مرستییال باید د حکومت چارې په غاړه واخلي. عبدالرشید دوستم د ولسشمر د لومړي مرستیال په توگه په فاریاب کی دی او د طالبانو ضد جگړې قوماندانې کوي.

په داسې حال کې چې د تیرې چهار شنبې په ورځ د ملا محمد عمر د مرگ اعلان د کورني او نړیوالو رسینو سرټکی ؤ، د ولسمشر د ویاند یو مرستیال یوه خبري کنفرانس کې دومره وویل چې حکومت دا رپوټونه تر پلټنې لاندې نیولي دي. هغه په لومړي سر کې د دغه خبر له رد او تائید څخه مخ واړاوه. وروسته د چهار شنبې پر ماښام د ولسشمرۍ ماڼې د ملا عمر د مړینی خبر د «معتبرو معلوماتو» پر اساس تائید کړ.

ژورنالیست او د سیاسي چارو څیړونکی، شاه حسین مرتضوي وايی چې په داسی یو وضعیت کې چې د ولسمشر د غیابت له لومړې ورځې څخه تر اوسه په رسمي توگه څرگنده نه وي چې څوک د دولت چارې پر مخ وړي، هیواد په یو ډول «لالهانده» حالت کې ښکاري: « دا مسأله د ملي یووالي حکومت په رهبرې کې د لالهاندې او بلاتکلیفې څخه ویندويي کوي. که چیرې یوه مهمه امنیتي، سیاسي او جنگي پیښه رامنځ ته شي، څوک نه شی کولای چې تصمیم ونیسي او دا کولای شی چی هیواد له یو سیاسی کړکیچ سره مخامخ کړي.»

دویچه ویله هڅه وکړه چې په دی هکله د ولسمشرۍ له دفتر سره خبرې وکړې او خپلې پوښتنې ته ځواب پیدا کړی،خو څوک یې ونه موندل. د هغې یوې خبر پاڼه له مخې چې د ارگ په انترنتي صفحه کې خپره شوی، ولسمشر غني د تیرې چهار شنبې په ورځ له کابل څخه آلمان ته د روغتیايي درملنې لپاره تللی دی. په دې اعلامیه کې راغلې دی چې ولسمشر د اولمپیک د ملی ورځې د لمانځنې په وخت کې په پښه کې یو څه تکلیف پیدا کړ او د تداوي لپاره آلمان ته تللی دی.

د ملا عمر د مرگ له اعلان څخه وروسته د حکومت سکوت

د طالبانو د مشر ملا عمر د مرگ اعلان د افغانستان د تیرې اونۍ مهمه پیښه وه. د ورکړل شوو رپوتونو له مخې هغه دوه کاله مخکې مړ شوی ؤ. که څه هم وروسته د پاکستاني رسینو څخه افغان حکومت هم د دې اعلان تصدیق د «معتبرو معلوماتو» له مخې وکړ، خو ډيري کارپوهان افغان حکومت په یو ډول بې تفاوتې تورنوی چې یا پرې خبر ؤ او موضوع ېې پټه ساتلې وه او یا هم بی خبر ؤ چې دا په څپله د حکومت نیمگړتیا څرگندوي.

د افغانستان د ملی یووالی حکومت مشران
د افغانستان د ملی یووالی حکومت مشرانانځور: Wilson/Getty Images

د سیاسی چارو کار پوه، مرتضوي وايي چې انتظار دا ؤ چې افغان حکومت په دې هکله دریځ نیولې وای چې ولې د ملا عمر له مړینی څخه دوه کاله وروسته خبریږي، حال دا چې په دې موده کې د افغانستان په دننه کې د ملا عمر ترنامه لاندې « په خونړیو بریدونو او ځانمرگي بریدونو» لاس پوری شوی: « د ملا عمر له مړینې سره د افغانستان خلکو لږ تر لږ یوه شیبه آرام نفس ایستلی دی. مهمه خبره دا ده چې په دې موده کې ملا عمر چیرته اوسیده او چیرته مړ شوی دی.»

د رپوټو له مخې ملا عمر د پاکستان په یوه روغتون کې د «توبرکلوز په یوې ناروغی مړ شوی دی. کارپوه مرتضوي وايی، په پاکستان کې د هغه شتون له دې ویندوی کوی چې گاونډې هیواد له ټول جریان څخه خبر ؤ، خو خپل افغان لوري سره له رښتینی همکاری ډه ده کړې ده.

سربیره پر دی له هغه وخت څخه چې طالبانو د خپل مشر مړینه تصدیق کړی، افغان حکومت په چوپیتا کې ډوب دی. پرته د ملا عمر د مرگ داعلان له تصدیق څخه د ولسمشرې دفتر کوم بل مشخص دریځ نه دی څرگند کړی. دا موضع هم روښانه نه شوه چې ولې د سولې پلان شوې ناسته جوړه نه شوه او وروسته له دې افغان حکومت د طالبانو له کومې ډلې سره خبرو اترو ته کښیني.

و

معلوم نیست که رییس جمهور غنی چه زمانی از سفر آلمان بر می‌گردد ولی در نبود او افغانستان عملا با خلای رهبری مواجه شده است. از سوی دیگر سرنوشت پروسه صلح معلوم نیست. ملا اختر منصور به جای پیام صلح، از طالبان خواسته است که به جهاد ادامه دهند.

حسین سیرت کابل