1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانی ژبپوهانده ماه گل دوست سره مرکه

لیکونکی :هاجره حرکت۱۳۸۴ اسفند ۸, دوشنبه

محترمی ما ه گل دوست! تا سی چی په پښتو ژبه کی لو ړی زده کړی د ډاکترۍ تر کچی رسو لی اوپه افغانستان کی د علومو په اکاډمۍکی مو غړېتو ب درلود. اوس چی هلته ستاسی په کچه خلکو ته ډ یره اړه لیدل کیږی، ولی له خپل ټاټوبی لری یاستۍ؟

https://p.dw.com/p/DMpw
انځور: dpa

کله چی بنسټ پالان دکورنېواو بهرنېوانډېوالانو په مرسته قدرت ته ورسیدل، د خلکو سر مال اوناموس له خطر لاندی شو .تارېخی زیرمی اوکلتورې اثارچور اوچپاول شو،زه هم لکه ددنورو افغانانو په څیر دوطن پریښو دو ته اړ وتم.

تاسی د یوی ژبپو هاندی په حیث هغه افغانې ځوانان چی په مهاجرت کی را لوی شوې او د خپلی ژبی بیسواده دې، ددی له پاره چی په خپله ژبه کی دلیک او لوست وړتیا پیدا کړی غوره لار به یې کومه وې؟ دا چی په دی ټولنه کی پښتو ژبی ته ضرورت نه شته او افغانی ځوانان هم په خپلو کی نږدی اړیکی نه لرې ښای دالمان دولت په دی هکله مرسته وکړې چی کم له کمه د دوې د ژبی کورسونه په خپلو ښوونځېوکی دایرکړې. زما په نظر دا یې یوازنی اوښه لار ده .