1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانې ښځې د قتل په تړاو د دیني انګیزې احتمال

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

د هغې افغانې میرمنې مړی په مسیحې طریقې خاورو ته وسپارل شو چې په بایرن ایالت کې د یوه مهاجر له خوا د چاقو په وسیله وژل شوې وه. احتمال کیږي چې د دې جرم انګیزه، د قرباني عیسوي کیدل وي.

https://p.dw.com/p/2cOLr
Deutschland Prien - Trauer um die erstochene Mutter aus Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/F. Eckl

د پنجشنبې په ورځ (د می میاشتې ۴) د هغې ۳۸ کلنې افغانې ښځې جسد په عیسوي طریقه خاورو ته وسپارل شو چې د اپریل میاشتې په ۲۹ نیټه د بایرن ایالت په پرین ښار کې وژل شوې وه.

وژل شوې ښځې د اسلام دین پریښې او عیسوي شوې وه. د وژل شوې ښځې خور ویلي دي چې مقتول اته کاله مخې ایران ته تللې وه او هلته له یوه کشیش سره تر بلدیدو وروسته مسیحیت ته لیواله شوې وه.

د قربانې د دوستانو په خبره دغې مهاجرې ښځې له خپلو دوو زامنو( ۵ او ۱۱ کلن) سره آرامه ژوند درلود او د یوه کلیسا د ټولنیزو مرستو په ډله کې یې کار کاوه.

دوه ماشومانو یې چې د مور د قتل پر مهال موجود ول ډیره سخته روحي صدمه لیدلې او اوس تر درملنې لاندې دي. وژل شوې ښځې دوه لویان زامن هم درلودل چې هغوې هم په آلمان کې ژوند کوي، خو خپل دین یې نه دې پريښې یا بدل کړی.

دیني انګیزه؟

د بایرن ایالت د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې په ډیر احتمال سره د دغه جرم انګیزه مذهبي کرکه کیدای شي، خو د هغه کلیسا کشیش چې وژل شوې یا قرباني ښځې هلته کار کاوه په دې اند دی چې قاتل د رواني اختلال له امله په دې ډول غیر انساني عمل لاس پورې کړی دی.

۲۹ کلن افغان مهاجر چې پر قتل یې اعتراف کړی دی، په ۲۰۱۳ کال کې آلمان ته مهاجر او د پناهندګۍ غوښتنه یې په ۲۰۱۶ م کال کې رد شوې وه.

د پرین ښار د ښاروال په خبره نوموړي شخص د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې له خوا د رد ځواب ترلاسه کولو پورې یو سالم او عادي ژوند درلود، خو د رد ځواب له ترلاسه وروسته یې رواني ناروغي پيدا کړه او په روني روغتون کې بستر شو.

د پولیسو د ویاند په حواله قاتل او قرباني له لیري بلدتیا درلوده، خو د دې احتمال چې د جنایت انګیزه دې حسادت او یا هم د عاشقانه اړیکو درلودل وي وجود نه لري.

په آلمان کې د هغو مهاجرو شمیر مخ پر ډیریدو دی چې خپل دین بدلوي. دوی اکثره ایرانیان دي او مسیحیت ته د خپل دین بدلولو دلیل په ایران کې (په دیني چارو کې له اجبار څخه کار اخیستل کیدل) په ګوته کوي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:(09.12.2016)