1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان او نورو بې سرپرسته ماشوم مهاجرو ستونزي په بلغاريه کي

اېمانوېلا بابيرګولو / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۱۲, جمعه

د مهاجرو د بحران يو تر ټولو لويه ستونزه د بې سرپرسته ماشوم مهاجرو ده. په زياته په بلغاريه کي دغه يوه لويه ستونزه ده. اېمانوېلا بابيرګولو د بلغاريې له پلازمېني صوفيې څخه راپور ورکوي:

https://p.dw.com/p/1Jul7
Bulgarien unbegleitete Flüchtlingskinder in Voenna Rampa
انځور: DW/E. Barbiroglio

محمد پنځلس کلن دی او ورسره مل بل افغان ماشوم مهاجر بصير ۱۲ کلن دی. دغه دوه افغان ماشومان چي هيڅ سرپرست ورسره نه دی مل، د بلغاريه هيواد د ونيا رامپا و مهاجر کمپ ته تازه تازه رارسېدلي دي. دا په داسي حال کي چي هغوی دوې اونۍ پرله پسې په يو توقيفځي کي ول.


محمد په توقيف کي د وضعې په هکله وويل: «هلته حالت ډېر خراب ؤ، بدبويي وه او زه هلته يوازي وم.» دغه افغان ماشوم د آلمان ږغ خبريالي ته وويل: «هلته جنجالونو ډېر زيات ول او ټولو يو د بل سره جنګونه کول او ډوډۍ نه وه.»

د محمد مور او پلار او نوره کورنۍ په افغانستان کي ده. هغه شپږ مياشتي تر مخه د خپلي کورنۍ سره په افغانستان کي مخه ښه وکړه چي بيا وروسته د ايران او ترکيې له لاري د اروپا پر لور روان سو. هغه وايي چي هغه وخت يې عمر ۱۴ کاله ؤ.
توقيف د بالغانو سره

دولس کلن راحت علي
دولس کلن راحت عليانځور: DW/E. Barbiroglio

راحت علي چي د بصير په شان ۱۲ کلن دی، د پاکستان له هيواده دی. هغه وايي چي په بلغاريه کي يې د خارجيانو له پاره په درو مختلفو توقيفځايونو کي وخت تېر کړی دی. هغه وويل: «پوليس خبر ول چي زما سره هيڅ سرپرست نه ؤ مل او حتی ما ورته وويل چي زما کورنۍ په پاکستان کي ده.»

دا چي راحت علي په جسد صرف ۴۰ کلو وزن لري او څهره او د بدن جوړښت يې د خپل ۱۲ کلنۍ تر عمر زيات نه معلوميږي، نو قطعا د دې امکان هم نسته چي پوليس دي هغه په زيات عمر لرونکي خطا کړی وي. دغه هلک چي د ځان سره کوم اسناد لري په هغوی په لګول سوي انځور کي هغه لنډ ورېښتان لري او حتی تر ۱۲ کالو لا کم عمره معلوميږي.

د درواغو کورنۍ

د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو د نيويارک کنوانسيون د کمسنه ماشومانو د توقيف ممانعت کوي، پخپله د بلغاري د هيواد د خارجيانو له پاره قانون هم د دې اجازه نه ورکوي. خو د هغه باوجوده مرستندويانو د ۲۰۱۶ کال د پيل راهيسي د مهاجرو په توقيفځايونو کي يو بې سرپرسته ماشومان موندلي دي.

د ثبت سوو شمېر له مخي دمګړی د بلغاريې د بوسمانتسي او ليوبيمتس په توقيفځايونو کي ۱۴۲ ماشومان چي اکثره يې يوازي دي، په توقيف کي دي. چارواکي اکثره وخت دغه تنها ماشومان د داسو نورو بالغو مهاجرو سره يو ځای د هغوی د کورنۍ د غړي په توګه ثبت کړي، چي هغوی په اصل کي د دوی سره هيڅ تړاو نه لري.

د مهاجرو ماشومانو سره د مرسته کوونکي سازمان مرستيال مشره ديانا کواچيوا د آلمان ږغ ته وويل: «د هغوی سره د هغوی د کورنۍ نور غړي يا مور او پلار نه دي ملګري خو هغوی د نورو بالغه مهاجرو سره يوځای کړل سوي دي چي په اصل کي دوی هيڅ خپلوي ورسره نه لري.»درواغ ويل د آسانتياؤ په هيله

زيات وختونه ثبت والدين اصلي والدين نه وي
زيات وختونه ثبت والدين اصلي والدين نه ويانځور: DW/E. Barbiroglio

هغه بالغ مهاجر چي ورته پردي ماشوم مهاجر ورسپارل کيږي اکثره وختونه په دې وجه دغه کار ته زړه ښه کوي، ولي چي فکر کوي چي په دې توګه ښايي له بلغاريې څخه د وتلو له پاره ورته کار آسانه سي. يو بله وجه دا ده چي د مهاجرو د کورنيو سره د مجردانو په پرتله بهتره وضعيت کيږي. همدا وجه ده چي بعضي خلک د ماشوم مهاجرو سره د خپلوي په تړاو درواغ ويلو ته زړه ښه کوي.

۱۲ کلن افغان ماشوم بصير يوې داسي افغان مهاجرې مېرمني ته سپارل سوی دی، چي د بصير په هکله يې چارواکو ته درواغ ويلي چي زوی يې دی. که څه چي دغه ښځه له افغانستان څخه د بصير سره ملګرې ده، خو دغه درواغ يې د بصير د ژغورلو له پاره ويلي دي. د بلغاريې د چارواکو له پاره بصير يوازي نه دی بلکه د خپلي مور سره مل دی. له همدې کبله ورباندي هغه قانون تطبيق سوی چي د بالغانو سره مل ماشومان تر لسو ورځو پوري په توقيف کي د ساتلو اجازه ورکوي.افغان ماشومان

د ماشومانو سره د مرستي سازمانونه وايي چي د خارجيانو په تړاو د بلغاريې قانون د دې ممانعت کوي چي بې سرپرسته ماشوم مهاجر د ديپورت کولو په مقصد په توقيف کي وساتل سي. په بلغاريه کي د هېلسينکي کمېټې د مرستندويه ادارې همکاري ايليانا سافوفا و آلمان ږغ ته وويل: «همدغه قانون د دې اجازه نه ورکوي چي بلغاريه بې سرپرسته ماشومان ديپورت کړي.»

مرستندويان وايي چي په زياته بيا د افغانستان څخه راغلي ماشوم مهاجر د لويو ستونزو سره مخامخ وي ولي چي په اروپايي هيوادونو کي هغوی ته په زیاتو مواردو کي پناه نه ورکوله کيږي. هغوی وايي له همدې کبله کوښښ کوي چي په اړونده خلاصو کمپونو کي دغو ماشومانو ته د انګليسي ژبي درس ورکړي، تر څو حد اقل په دې ډګر کي يو څه په لاس راوړي.

بې سرپرسته مهاجر ماشومان د خپل برخليک سره يوازي وي
بې سرپرسته مهاجر ماشومان د خپل برخليک سره يوازي ويانځور: DW/E. Barbiroglio

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.02.2016):