1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان او نړيوالوځواکونو ترمنځ اعتماد تر پوښتني لاندي دي

۱۳۸۹ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

افغان ځواکونو وړمه ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه ته څيرمه دري تنه ځانمرګي بريد ګر او په چاوديدونکو توکو بار موټر ونيول. خو نړيوالو ځواکونو هغوي بيرته خوشي کړل او وويل:«دا د هغوی ارتباطي کسان ؤ»

https://p.dw.com/p/R5AJ
په افغانستان کی د نړیوال امینتی مرستندوی ځواک آیساف د ټانک یو ټولګی
په افغانستان کی د نړیوال امینتی مرستندوی ځواک آیساف د ټانک یو ټولګیانځور: AP

د طالب ياغيانو پر ضد جګړه کي د افغانستان د حکومت او د نړيوالو ځواکونو ترمنځ په پوحي ډګر وخت به وخت د نه همغږيو رپوټونه ورکړ شوي دي. خو دا ځلي يو وروستي پيښي زيات بحثونه راپارولي دي.

بريتانيو ځواکونو په هلمند کي د افغان امنيتي چارواکو له خوا دري نيول شوي ځانمرګي بريد کونکي بيرته خوشي کړل و وويل چي ګواکي دا د هغوي ارتباطي کسان ؤ. ډيري خلک دا پوښتنه اوس کوي چي ولي افغان چارواکي پري خبر نه ؤ.

په سيمه کي ميشت بهرنيو عسکرو افغان ځواکونو ته وويل چي دا دري تنه د دوي کسان ؤ چي د يوه تمرين لپاره سيمې ته استول شوي ؤ.

اوس دغه پيښه په يوه معما بدله شوي ده چې ولي دغه دري تنه ځانمرګي بريدکونکي بهرنيانو له چاوديدونکو توکو سره يو ځاي د لشکرګاه ښار په لور استولي ؤ.

امنيتي سرچينو او د پيښې عيني شاهدانو وويل چي دغه دري کسان د تلاشي لپاره ودرول شول او هغوي له دريدو ډډه وکړه او کله چي يي دوي موټر را وګرزاوه هغه څرګنده سوه چي پکي چاوديدونکي توکي او انتحاريان سپاره دي.

په هلمند کي د افغانستان امنيتي ځواکونو يو چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي خبري وکړي وويل:«کله چي دغو کسانو لاسونه پورته کړل، موټر يي مونږ وليد چي موټر يي له چاوديدونکو توکو ډک وو، مونږ يي زرې او چاودريدونکي توکي خلاص کړل.»

دغه امينتي چارواکي زياته کړه چي شيبه لا تيره نه وه چي د بهرنيو ځواکونو څلور ټانکونه را ورسيدل او دغه کسان يي له ځان سره يوړل. هغه وويل چي «ځانمرګي بريدکونکي» وروسته بيرته خوشي شوي ؤ. دا چي ولي په هلمند کي دغه امينتي چارواکي هم سمدلاسه حواپ نه درلود.

خو د سياسي چارو شنونکي بيا وايي چي دا د جګړې د ښکيلو غاړو استخباراتي تکتيک دي چي د خپل دښمن په ليکو کي يو شمير فعال جاسوسان په دنده ګماري.

د افغانستان د دفاع چارو پخواني وزير شهنواز تڼي هم همدا خبره کوي. تڼي په دي نظر دي چي په افغانستان کي ميشت بهرني ځواکونه هڅه کوي چي د خپلو دښمن ډلو پر وړاندي په پوځي عمل سربيره د هغوي په دننه کي يو شمير استخباراتي پټه جګړه هم پر مخ بوزي.

تڼي وايي چې په هلمند کي نيول شوي دغه دري ظاهرا ځانمرګي بريد کونکي هم دغلته د ميشتو بريټانوي سرتيرو جاسوسان کيداي سي.

هغه وويل: « د دې لپاره چي د نړيوالو ايتلافي پوځونو اوپتراتيفي چاري رسوا نه شي او افغان ځواکونه په دي خبر نه سي همدا وجه ده چي دوي په مسلکي ډول خپل ګرپونه د خپلو سياسي او مسلکي موخو لپاره د مخالفينو په ليکو کي ځاي پر ځاي کوي.»

د هلمند ولايت ميشت بهرنيو ځواکونو هم منلي چي دغه دري نيول سوي کسان د دوي د فعاليتونو يوه برخه ده او په يوه پوځي مانور بوخت ول.

د هلمند امنيه قوماندان هم دغه څرګندوني تاييد کړي او وايې چې نيول سوي کسان دمګړۍ له ميشتو بريټانوي ځواکونو سره دي.

هغه وويل چي له نيول سويو دغو کسانو سره د مرمۍ ضد واسکټونه او سپکې وسلې هم موجودي وي.

په کابل کي د ناټو ځواکونو وياند جنرال جوزيف بلاتز بيا له دويچې ويلې سره په خبرو کي د دغې پيښې په اړه ناخبري څرګنده کړه.

بلاټز وويل چي دوي د افغانستان په سويل کې د ناټو له سيمزي قوماندانۍ څخه تر اوسه د داسي کومي پيښېې په اړه خبر ندي تر لاسه کړي .

په همدي حال کي د ايساف ځواکونو جرمني جنرال جوزيف بلاتز بيا په کنړ ولايت کي افغان ځواکونو ته د يوې غرنۍ دري د سپارلو خبره کوي.

نوموړي وايي چي دوي پلان لري د پيچ له دري څخه خپل سرتيري را وباسي او دا په دي مانا نده چي ګواکي دوي د دښمن د فشارونو له کبله په دغه کار لاس پوري کوي.

جنرال بلاتز دغه په شا تګ د خپل جګړيز تکتيک يوه برخه بولي. خو زور پالي بيا دغه اقدام د خپلو بريالي توبونو يوه برخه بولي.

کابل / جلالزي

کتونکي: عبدالباری حکيم