1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبري ژر امکان نه لري»

۱۳۹۴ بهمن ۲۴, شنبه

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ويلي دي چي په راتلونکو څو مياشتو کي لا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو چانس نه ويني.

https://p.dw.com/p/1Huu5
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اسيا د برخي دوهم مدير او د افغانستان له پاره د دغه هیواد د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف، د جمعې په ورځ په مسکو کي انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي چي په نژدې راتلونکې کي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو چانس نه ويني.

کابلوف ويلي دي: «له طالبانو سره د افغان حکومت د سولي خبري اتري کېدای سي په راتلونکي مني کي وسي، فکر نه کوم چي تر دې دمخه دي دواړه اړخونه مخامخ خبرو ته سره کښېني.»

د دغه روسي ديپلومات په خبره: «د افغانستان د سولي په اړه د څلور اړخيزي ډلي [افغانستان، پاکستان، چين او امريکا] هڅي دې ته نه دي متوجه چي په افغانستان کي څه روان دي.»

ضمير کابلوف زياته کړې ده: «که طالبان د خبرو يوه برخه نه وي، نو دا ټول بې ځايه زحمتونه دي.» هغه ويلي دي: «هغه څه چي تر اوسه د طالبانو له کمپونو ويل سوي دي، دا چي وايي بهرني ځواکونه دي له هيواده ووځي او ملگري ملتونه دي له دوی څخه بنديزونه ليري کړي.»

هغه وويل دا نو يو طرفه لار ده، چي موږ بيا د پيل و ټکي ته راوگرځېدو، خو طالبان خپل پرمختگ ته دوام ورکوي: «هغوی [طالبان] اوس د پسرلي- دوبي موسم يرغلونو ته ځانونه چمتو کوي.»