1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د دوهم ځل خبرو کولو امکان سته

۱۳۸۷ آبان ۲۹, چهارشنبه

په افغانستان کي د رويترز خبريال د يوه افغان چارواکي د قوله ليکي چي په پام کي ده په سعودي عربستان کي د طالبانو سره يوار بيا خبري وسي

https://p.dw.com/p/Fy3n
د کندهار هرات د لويي لاري پر سر د ميوند په سيمه کي طالب جنګيالي
د کندهار هرات د لويي لاري پر سر د ميوند په سيمه کي طالب جنګياليانځور: picture-alliance/dpa

افغان چارواک چي له دې موضوع څخه خبر دئ، وړاندې څرگنده کړې، د افغانستان مشر حامدکرزي، د سعودي عربستان پاچا ملک عبدالله او د پاکستان اولسمشر آصف علي زرداري، د دې ډول کوښښونو پر طرح باندي، تېره اونۍ په نيويارک کي د ملگرو ملتونو د کنفرانس په موقع سره ږغېدلي دي.

په دې هکله لومړی گام د تېر سپتمبر په مياشت کي پورته سو، کله چي حکومت پلوه چارواکو او طالبانو په سعودي عربستان کي سره وکتل. طالبانو د هغه خبرو خبر بېځايه وباله او ويې ويل، تر هغه وخته پورې چي بهرني ځواکونه په افغانستان کي موجود وي، دوی به له چاسره خبرو ته کښېنني.

سره له دې، د سپتمبر خبرو دا هيله راپيدا کړه، چي دا امکان شته، د طالبانو هغه پاڅون ،چي افغانانو او هم لويديزوالو ته يې، د يوه پايښتمن او سوليز افغانستان د جوړولو په لار کي مايوسي او ربړې رامخ ته کړې پای ته ورسول سي.

حکومتي مامور ونه غوښتل چي خپل هويت څرگند کړي او نه يې دا وويل چي راتلونکي خبري به څه وخت کيږي او جزئيات به يې څه وي. يوازې په ډاگه کړه چي: ډېر امکان سته بيا هم په سعودي عربستان کي سره وکتل سي. په آزاد ډول خبري اتري به کومه نتيجه ونه لري. دا يوه روانه پروسه ده او موږ به له هغه څخه لاس ته راغلي نتيجې اعلانوو.

دولتي مامور وړاندي څرگنده کړې، چي نه پوهيږي آيا طالبان به خپل استازی ورته راوليږي او که نه. خو که سوله غواړي بايد چي راويې ليږي.

له7 کالوراهيسي، يعني کله چي طالبان له قدرت څخه وغورځول سول، تر اوسه پوري په افغانستان کي د جگړو د پای ته رسيدو کومه نخښه نښانه نه ليدل کيږي، نو ځکه اوس له دوی سره خبري اتري هم د افغان مشر حامد کرزي، او هم د ده د لويديزو ملگرو په خوښه يو کار دئ.

کله چې له1996 ميلادي کال څخه تر 2001 ميلادي کاله پوري طالبانو حکومت کاوه، نو پاکستان، عربي متحده امارتونه او سعودي عربستان د هغوی څخه پوره ملاتړ درلود. طالبان د سپتمبر د11 ورځي له گوزارونوڅخه څو اونۍ وروسته، په 2001 کال کي د امريکايي ځواکونو لخوا راوپرځول سول.

له هغه وخت راهيسي د دوی مقاومت روان دئ، خو سږ کال تر بل هر وخت نه په دې اخ وډب کي ډيري ويني توی سوي دي. اوس د طالبانو پر ضد 70000 نړيوال ځواکونه، چې 32000 ورڅخه امريکايان دي، جنگيږي. د طالبانو د يرغلونو او گوزارونو اصلي سيمي د افغانستان په جنوب، ختيز او لويديز کي دي.

د افغانستان جمهوررييس ښاغلی حامد کرزی
د افغانستان جمهوررييس ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

افغان مشر حامد کرزي د طالبانو دا غوښتنه له امکان څخه ليري بللې ده، چي گويا بهرني ځواکونه دي له افغانستان څخه ووزي، خو د تيري يکشنبې په ورځ يې يوځل بيا دا وړانديز وکړ، چي د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره خبرو اترو ته چمتو دئ. طالبانو د کرزي غوښتنه سمدلاسه ردکړه.

څېړونکي وايي، د افغانستان حکومت او لويديز ملگري يې په دې اميد دي، چي نرمښت پلوه طالبان او يا د دوی په اصطلاح ابن الوقته قوماندانان خپل ځان ته ورواړوي او په دې ډول سره القاعده او د هغه ملگري يوازي پريږدي.

د امريکې لوی درستيز مايک مولين په پنتاگون کي د دوشنبې په ورځ وويل، چي له طالبانو سره خبري د دې پروسې يوه برخه جوړوي، خو تر اوسه پوري خبره دې ځای ته نه ده رسېدلې.

له طالبانو سره د ليدني کتني په اړوند مولين په ډاگه کړه، چي دا پخپله د حامدکرزي کار دئ او په ده پوري اړه لري. له بله پلوه د دوشنبې په ورځ له العربيه تلويزيون څخه يوې خپرې سوي ويډيو کي طالبانو فرانسې ته گواښ کړی، که چيري خپل عسکر له افغانستان نه ونه باسي، نو دوی به ورباندي خپل گوزارونه پيل کوي. په ويډيوکي طالبانو د آگست په مياشت کي د 10 تنو فرانسوي عسکرو د وژني پړه هم پرغاړه اخيستې ده. د ويډيو د ډکېدني نېټه او ځای نه دئ ښودل سوی.