1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان حکومت بودجې د آسیا په کچه څلورم مقام خپل کړ

میرویس جلالزی/کابل۱۳۹۲ تیر ۲۹, شنبه

افغانستان د آسیا په کچه د بودجې د شفافیت له اړخه څلورم مقام خپل کړ. دغه خبره د افغان ولسمشر حامد کرزي اقتصادي سلاکار ډاکټر اشرف غني احمدزي په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړې ده.

https://p.dw.com/p/19BDZ
انځور: AP

ویل کیږي چې افغانستان دغه پرمختګ ته د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې د تر سره شوو هڅو په پایله کې رسیدلی دی. د ښاغلي احمدزي په خبره چې افغانستان ته دغه مقام د شفافیت د څار د نړیوال سازمان له ارزونو وروسته ورکړل شوی دی.

د دغې ارزونې پایلې تازه خپری شوي دي چې افغانستان د آسیا په کچه د شفافي بودجې څلورم درلودونکی هیواد ښيي، په داسي حال کې چې د سویلي آسیا په کچه دوهم ځای او د نړۍ په کچه په ۲۶ مقام کې قرار لري.

د افغان ولسمشر د اقتصادي سلاکار په وینا د بودجې روڼ والی د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان دولت د ژمنتیا او پرمختګ روښانه بیلګه ده: «د بودجې د شفافیت له اړخه زموږ دولت د آسیا د وچې په کچه څلورم ځای خپل کړی دی. د سویلي آسیا د هیوادونو لکه نیپال، بوتان، سریلانکا، پاکستان او هند په کچه دوهم مقام او د ټولې نړۍ په کچه ۲۶م مقام کې قرار لري او دا یو مهم پرمختګ دی چې ښيي افغان دولت مخ پر وړاندي روان دی.»

که څه هم د روڼ والي د څار سازمان په خپل کلني راپور کې چې د ۲۰۱۲ کال په پای کې خپور شوی وو افغانستان د نړۍ په کچه د هغو هیوادونو په کتار کې چې فساد په کې ډیر دی دوهم ستر هیواد بللی وو خو د بودجې د روڼ والي له اړخه د افغانستان پرمختګ دا ښیي چې په مالي نظام کې سمونونه رامنځ ته شوي دي.

د ښاغلي احمدزي په خبره افغانستان هغه مهال نور هم شفافیت رامنځ ته کولای او د فساد مخه نیولای شي چې کورنۍ او نړیوالې  ټولې مرستې له یوې لارې وشي:

«شفافیت په اساسي ډول هغه مهال تامیندای شي چې اکثریتي مرستې له یوه کانال څخه ولګول شي او حساب ورکونه شتون ولري. دا پرمختګونه هغه مهال نور هم زیاتیدای شي چې بودجه محوري شي یعني ټولي مرستي له یوې کورنۍ مرجع څخه چې هغه افغان دولت دی په مصرف ورسول شي.»

اوس مهال تقریبا نیمايي هغه مرستي چې له ا فغانستان سره کیږي د حکومت له لاري لګول کیږي. خو د افغان دولت له لارې د ټولو نړیوالو مرستو لګول د حکومت یو له هغو هیلو څخه ده چې تر اوسه نړیوالو بسپنه ورکوونکو هیوادونو نه ده منلي. ویل کیږي چې نړیواله ټولنه د دغه کار د نه تر سره کیدو اصلي لامل د حکومت په دننه کې د پراخ مالي فساد شتون بولي.

خو ښاغلي احمدزي د هغه پوښتني په ځواب کې چې ولې افغان حکومت تر اوسه نه دی توانیدلی چې د فساد مخه ونیسي وویل: «فساد بیلا بیل عوامل لري، نړیوال قرار دادونه یې یو لامل دی، د ځمکو غصب او مخدره توکي یي بل لامل دی او په دې باندي باید باور ولرو چې له فساد سره  بنسټیزه مقابله ګډو ملي او نړیوالو هڅو ته اړتیا لري.»