1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان حکومت ژمني به جدي څارل کيږي

۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبه

د نړیوال بانک رئیس وايي چې هغه ژمني چې د افغانستان حکومت ئې د توکیو په نړیوال کنفرانس کي کوي، د دوی له خوا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په جدي توګه څارل کیږي.

https://p.dw.com/p/15PBF
انځور: picture-alliance/dpa

د نړیوال بانک د رئیس په خبره، چي افغانستان به د بدلون په لسیزه کي یعنی له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پوري هر کال شاوخوا درو ميلیاردو امریکايي ډالرو ته اړتیا ولري، چي خپلو ملکي چارو ته سمون په ورکړي.

باب سام په کابل کي د توکيو غونډي ته د ترتيباتو نيولو په مقدماتي غونډه کي وویل، چي دا ځل به د دغو مرستو د شفافیت او اغیزمنتوب په اړه د کابل حکومت ژمني په جدي توګه څارل کیږي.

د سام په خبره د توکیو په غونډه کي به له افغانستان سره یو ځل بیا د سوونو ميلیونو ډالرو مرستو ژمني وشي خو دا ځل به یادي پیسې پر هغو پروژو مصرفيږي، چي د افغان حکومت له خوا لومړي توب ورکړل شوی وي.

په تیره یوه لسیزه کي د حکومت او نړیوالي ټولني تر منځ د مرستو د مصرف پر سر ناندرۍ رواني دي.

د نړیوال بانک د رئیس د وینا له مخي، چې د توکیو په را روانه غونډه کي به ژمنه وشي چي پروژې به افغان دولت وړاندي کوي او لګښت به ئې د نړیوالي ټولني له لوري ورکول کیږي:

«د دې له پاره چي د افغانستان او نړیوالي ټولني خلک ډاډه شي، مرستي باید په سمه توګه ولګول شي، حکومت باید امنیتي مسایلو ته پام وکړي، ظرفیتونه لوړ کړي، له فساد سره مبارزه وکړي او اقتصادي ودې ته زمنیه برابره کړي.»

د نړیوال بانک رسمي شمیرې ښيي چي د بدلون په لسیزه کي دوی د افغانستان د ملکي لګښتونو له پاره د درو اعشاریه نهو ميلیاردو امریکايي ډالرو لګښت وړاندوینه کړې ده.

او دغه مسئله به د توکیو په غونډه کي د نړۍ د شاوخوا پنځوسو هيوادونو او ۲۶ نړیوالو سازمانو له استازو سره شریکه شي.

تر اوسه نه ده معلومه چي ایا نړیوال به له افغانستان سره پر دغو مرستو هوکړه وکړي که نه ، خو حکومت هم د تقریباً همدومره پیسو د غوښتني له پاره د وړاندیزونو پر جوړلو کار کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل