1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ستندرد ملي اداره

۱۳۸۸ مرداد ۲۱, چهارشنبه

افغانستان ته د بې كيفيته سوداګريزو توكو واردول هغه اقتصادي او ټولنيزه ستونزه ده چې د افغانستان خلك ورسره مخامخ دي. د دغې ستونزې د له منځه وړلو په موخه په كابل كې د ستندردونو د تثبيتولو لپاره ملي اداره جوړه شويده.

https://p.dw.com/p/J8Ch
Afghan National Standards Authority (ANSA)انځور: Baraipal

دغه اداره كولاى شي چې د اوس لپاره د نفتي توكو ستندرد تثبيت كړي. اداره توانيدلې چې په تيرو شپږو مياشتو كې د حيرتانو په بندر او د هرات په ولايت كې دوه نيم ميليونه ليتره بې كيفيته تيل تثبيت او رد كړي همدا ډول د دغې ادارې لخوا د حيرتانو په ښارګوټي كې د څلور سوه اتيا زرو ډالرو په مالي لګښت يو پرمختللى لابراتوار هم جوړ شوى چې وروسته له دې نه به د بې كيفيته تيلو له واردولو څخه په كلكه مخنيوى وشي.

د ستندرد د ملي ادارې د چارواكو په وينا دوى په پام كې لري چې د خوراكي او نورو وارداتي توكو د ستندرد د تثبيت لپاره هم د هيواد په نورو بندرونو كې ورته لابراتوارونه جوړ كړي.

افغانستان ته د بيلابيلو سوداګريزو وارداتي توكو د كيفيت د تثبيتولو په موخه د ستندرد ملي اداره جوړه شويده. دغه اداره دنده لري چې په لمړي ګام كې د بې كيفيته وارداتي توكو مخنيوى وكړي.

د ستندرد د ملي ادارې كاركوونكي په دې توانيدلي چې په تيرو شپږو مياشتو كې د حيرتانو په بندر او د هرات په ولايت كې دوه نيم ميليونه ليتره بې كيفيته تيل تثبيت او رد كړي.

د ستندرد د ملي ادارې لوى رييس پوپل زى پوپل وايي چې: له هغې ورځې څخه چې د ستندرد ملي اداره جوړه شويده بنسټيز بدلونونه راغلي او د ځينو توكو مسودې چمتو شويدي چې له منظورۍڅڅه وروسته به د نفتي توكو، غذايي توكو، دوايي او آرايشي او د ودانولو ستندردونه به تثبيت شي.

پوپل وايي چې: د افغانستان د ستندرد ملي اداره د ستندرد د نړيوال سازمان (آيسو) غړيتوب تر لاسه كړى او د دغې ادارې چاروكي د دغه نړيوال سازمان په غونډو كې ګډونن كوي.

د ستندرد د ملي ادارې رييس وايي چې: د ستندرد د تثبيتولو په برخه كې د مسلكي كاركوونكو د روزنې په موخه د ننه په افغانستان او له هيواد څخه بهر ښوونيز پروګرامونه پلي شويدي او دغه لړۍ ادامه لري.

پوپل زى پوپل وايي چې : د نفتي موادو د كيفيت د تثبيت لپاره د حيرتانو په بندر كې يو پرمختللى لابراتوار جوړ شوى مالي لګښت يې څلور سوه اتيا رزو ډالرو ته رسيږي چې د افغانستان د پراختيايي بودجې څخه وركړل شوى.

پوپل زياتوي چې : دوى په پام كې لري چې د هيواد په ځينو نورو بندرونو كې د سوداګريزو توكو د كيفيت د تثبيتولو په موخه ورته پرمختللي لابراتوارونه جوړ كړي.

د اقتصادي چارو كارپوه ډاكتر نيازى د ستندرد د ملي ادارې جوړيدل د سوداګرو او مستهلكو په ګټه بولي او وايي چې: د دغې ادارې لخوا د ستندردونو تثبيتول به سوداګر دې ته وهڅوي ترڅو د بې كيفيته توكو له واردولو څڅه ډډه وكړي. د ده په وينا ستندردونو تثبيت به د هيواد په صادراتو هم مثبته اغيزه وكړي او توكي به يه يو لوړ كيفيت له هيواد څخه بهر صادر شي.

د ستندرد د ملي ادارې د رييس په وينا نوموړې اداره به هڅه وكړي تر څو د افغانستان په ټولو هغو بندرونوكې چې د هغو له لارې وارداتي توكي افغانستان ته راوړل كيږي د مسلكي كاركوونكو په ګمارلو سره د ملي ستندردونو مصوبې پلي كړي.

په افغانستان كې د ټاكلو ملي ستندردونو د نشتوالي له كبله خلك له بيلابيلو ستونزو سره مخامخ شويدي د خوراكي او نفتي بې كيفيته توكو په وارداتو سربيره د ودانولو په برخه كې هم ډير بې كيفيته توكي افغانستان ته راوړل شويدي. د اقتصادي كارپوهانو په وينا كه چيرې د دغې ادارې څخه دولت او نړيوالې موسسې ملاتړ وكړي د افغانستان خلك به د بې كيفيته توكو له شره خلاص شي او د چاپيريال په ساتنې به هم مثبته اغيزه وكړي.

انور برى پال

کتونکی: يحيی وردک