1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان طالبان ترمنځ خبري ناکامه شوي دي»

۱۳۹۴ شهریور ۲۹, یکشنبه

افغان طالبان کېدای شي پر دوو ډلو ووېشل شي، ځکه چې هغوی د ملا عمر تر مړيني وروسته د خپل مشر د ټاکلو پر سر سره وېشلي دي. دغه خبره د هغوی د يوي ډلي وياند د شنبې په ورځ وکړه.

https://p.dw.com/p/1GZHM
Afghanistan Taliban
انځور: AP

رويترز خبري آژانس په خپل څېړنيز مطلب کي ليکي چي دغه اختلافات کېدای شي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي په اړه د تازه پيل شوو خبرو اترو له پاره خنډ وګرځي. سربېره پر دې به اسلامي دولت يا دعش ډلې ته لاره اواره شي چې د نړۍ په يوه تر ټولو کړکېچنه سيمه کې پښه ټينګه کړي.

د طالبانو تر منځ ژور اختلاف هغه مهال راغی چې د افغانستان د ملي امنيت ادارې تېره مياشت دا خبر افشا کړ چې د طالبانو بنسټ ايښودونکی، ملا عمر، د څه باندي دوو کلونو راهيسې مړ دی.

په بيړه رابلل شوې يوې غونډې د عمر مرستيال، ملا منصور، د نوي مشر په توګه وټاکه. خو د طالبانو ګڼ شمېر قوماندانان په غوسه ول چې منصور د عمر مړينه پټه ساتلې وه او د منصور له بېړنۍ ټاکني سره يې خپل مخالفت څرګند کړ.

وريترز ليکي چې د شبنې په ورځ ملا عبدالمنان نيازی چي د منصور ضد ډلې يو وياند دی وويل چې د منصور او مرورو قوماندانانو تر منځ خبري اتري ناکامه شوي دي. نيازي وويل «موږ دوې مياشتي انتظار وکېښ او غوښتل مو چې ملا منصور اوسنی وضعيت درک او استعفا وکړي، څو د رهبرۍ شورا نوی مشر د اجماع له لارې وټاکي، خو دا کار ناکام شو.»

بلې غاړې ته د منصور د ډلې استازو نه غوښتل په دې اړه خپل نظر شريک کړي.

نيازي دا نه وويل چې ناراضه قوماندانان به پر منصور، چې څرګند ملاتړ لري، ګويا بريد وکړي، خو زياته يې کړه چې ناراضه قوماندانان به اوس پر افغان حکومت او د هغه پر نړيوالو ملګرو باندې پر خپل سر بريدونه تر سره کړي.

د نيازي څرګندونې په داسې وخت کې کيږي چې د ملا عمر زوی، عمر، او د ملا عمر ورور، منان، تېره اوونۍ منصور ته بيعت کړی دی.

د ملا عمر کورنۍ په لومړي سر له منصور سره مخالفت څرګند کړی و، خو وروسته يې ملاتړ اعلان کړ. داسي ښکاري چي منصور دي د هغوی ډېري غوښتنې منلي وي. نيازي اوس ادعا وکړه چې منصور ګواښ کړی و چې که منان يې مشرتوب نه ومني د طالبانو له خوا هغه پيسې به قطع کړي چې منان ته به ورکول کېدلې.

نيازي په دې هکله وويل چې «دا د يوې مذهبي مسالې پر ځای يوه اقتصادي موضوع ده. ملا يعقوب او ملا منان د شل کلن جهاد په ترڅ کې هيڅکله کوم اصلي نقش نه دی لرلی. هغوی به پر کور ناست ول.»

نيازي دا هم وويل چې د ناراضه طالبانو په ډله کې ملا عبدالقيوم ذاکر هم راځي، هغه يو مهم قوماندان دی چې پخوا د امريکايانو له خوا په ګوانتانامو زندان کې بندي وو، همداراز ملا حسن رحماني او محمد رسول هم شامل دي، چې دواړه د طالبانو قدرتمن مشران دي او همداراز ملا عبدالرزاق هم په دغه ډله کې شمېرل کيږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنيو چارو وزير و.

سربېره پر دې ډېرو نورو طالب مشرانو، چې د قطر په سياسي دفتر کې ناست دي، په ښکاره د منصور ملاتړ اعلان کړی نه دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب