1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ملي اردو د سرتيرو شمېر يو نيم لک تنو ته ورسیدی

۱۳۸۹ دی ۱, چهارشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت وايي له نړيوالي ټولني سره د حکومت د هوکړي له مخه دغه شميره بايد ۱۷۱۶۰۰ تنو ته پورته سي.

https://p.dw.com/p/QiBa
دفاع وزارت: د سرتيرو د مرګ ژوبلي په ګراف کي لوړ والي ليدل کيږي.
دفاع وزارت: د سرتيرو د مرګ ژوبلي په ګراف کي لوړ والي ليدل کيږي.انځور: dpa

اوس د افغانستان پر حکومت فشار دی چي بايد د ملک مسوليتونو ته په خپله اوږه ورکړي او د دي لپآره بايد کافي سرتيري او تجهيزات ولري.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چي دوی د سرتيرو د شميرې برابرولو ته تر ټاکل سوي ضرب الاجل چټک ګامونه پورته کړي دي.

« د سرتيرو د روزلو او پرمختګ لړۍ له کيفيت سره جوخت پر مخ ځي، د هغه مهال ويش له مخه چي موږ يې د امريکا د همکاريو له دفتر سره لرو تر څو د خپلو سرتيرو شميره معين حد ته ورسوو، تر هغه څو مياشتي مخکي يو».

کله چي د افغان ملي پوځ د سرتيرو د شميري خبره کيږي ورسره جوخت د هغوی د وړتيا په اړه شکونه را پورته کيږي.

د ملي دفاع وزارت وياند وايي چي په تيره اونۍ کي يې د سرتيرو د مرګ ژوبلي په ګراف کي لوړ والي ليدل کيږي.

« د عقرب مياشتي په پرتله په قوس مياشت کي زموږ د سرتيرو د مرګ ژوبلي کچه لوړه وه، په تيره مياشت کي زموږ ټول ټال ۴۳ سرتيري له مخالفينو سره په جګړو کي وژل سوي ول خودغه شميره اوس ۶۳ تنه ده».

د ملي دفاع وزارت وياند زياته کړه چي افغان ځواکونه له ترهګرو سره په جګړه کي ډير غښتلی عمل کوي او د نړيوالو متحدينو له لوري د هغوي د تجهيز او روزني لپاره هم د پخوا په پرتله هڅي ګړندۍ سوي دي.

څه موده دمخه يو شمير رسنيو د ملګرو ملتونو سازمان په حواله داسي رپوټونه خپاره کړل چي ګواکي د ملي اردو په ليکو کي د کم عمر خاوندان هم شتون لري خو عظيمي دغه خبره نه مني:

« هر څوک چي ملي پوځ ته راغلي هغه يوشرط بايد پوره کړي، چي عمر يي له ۱۸ تر ۳۵ کلونو پوري وي، د جديد الشمولانو عمر د تذکري له مخه معلوميږي او په پوځ کي ټول کسان زموږ پر معيارونو برابر دي».

د ملي دفاع وزارت وياند همدا راز وايي چي اوس افغان دولت د ملي پوځ په حمايوي ټولګيو ډير ټينګار کوي چي د کيفيت او کميت له مخه وکړاي سي په عملياتونو کي د موجودو سرتيرو ملاتړي رول ولوبوي.

د يادولو وړ ده چي ټاکل سوي د را روان ميلادي کال په جولای کي له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو پروسه پيل سي.

اوس افغان دولت ته په کار ده چي تر بل هر وخت خپل سرتيري د کميت او کيفيت له پلوه پوره کړي تر څو د بهرنيو سرتيرو د وتو له امله رامنځ ته سوي تشه ډکه کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل