1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان مهاجرو د اخراج پروسې بندېدل د منلو وړ نه دي»

۱۳۹۵ بهمن ۲۸, پنجشنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزارت په شلسويگ هولشټاين کي د افغان مهاجرو د اخراج پروسې بندېدل سخته غندلې دي. د دغه وزارت سکرتر د ايالتي حکومت دغه پرېکړه سياسي بللې ده.

https://p.dw.com/p/2XhGq
Deutschland Demo gegen die Abschiebung von Flüchtlinge nach Afghanistan in Berlin
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/O. Messinger

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د افغان مهاجرو د بېرته نه لېږد په تړاو د شلسويگ هولشټاين ايالت پرېکړه غندلې ده. د ياد وزارت پارلماني سکرتر اوله شريودر د چهار شنبې په ورځ په برلين کي وويل: «د ايالتي حکومت له لوري له دې څخه ډډه کول، چي زموږ قانوني دولتداري او د پناه غوښتني نظام عملي کړي، ډېره جدي ده. پر دې جوړ جاړی نه سي کيدلای چي رد سوي او په جرمونو مرتکب سوي مهاجر به بېرته خپلو هيوادونو ته نه لېږدول کيږي.»

شريودر زياته کړه: «دا چي د اخراج دغه درېدنه تر درو مياشتو او په دې توګه د ايالتي پارلماني ټاکنو موده ده، په اصل کي دا ښيي چي دغه اقدام سياسي لاملونه لري.» د نوموړي سياستوال په وينا تېرکال افغانستان ته د ۳۲۰۰ مهاجرو پخپله خوښه بېرته تګ د دې ښکاره نخښه ده، چي هلته په پرتليزه توگه امن ولايتونه سته.

شريودر وويل چي د هغه تر څنګ د پناه غوښتنې د دوسيې د څېړلو پر وخت په دقت سره دې ته پام کيږي او ارزيابي کيږي چي پناه غوښتونکی د پناه حق لري که نه او ايا داسي لاملونه خو به نه وي موجود چي د بېرته لېږد پر ضد دلالت کوي.

تيره اوونۍ د جرمني صدراعظمي د ۱۶ ايالتونو له لومړي وزيرانو سره په غونډه کي په دغه هيواد کي د نه منل سوو مهاجرو د اخراج پروسې پر چټکوالي باندي بحث لاره. خو د سه شنبې په ورځ د شلسويگ هولشټاين ايالت چارواکو اعلان وکړ چي د «بشردوستانه» دليل له مخي افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج پروسې د ځنډولو پريکړه ئې کړې ده.

د ياد ایالت د کورنيو چارو وزير شتيفن شتوت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چي د «افغانستان اوسني نا معلوم امنيتي وضعيت ته په کتو سره» د دغه ايالت حکومت و پتېيله چي افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج وځنډوي، ځکه په خبره ئې دوی ډاډه نه دي چي د دغو اخراجېدونکو وگړو امنيت دي هلته خوندي وي.

هغه د دغه ايالت په مرکز کيل کي وويل: «د اخراج بندېدو دليل بشردوستي وړاندي سوی.» هغه ويلي دي چي د افغان مهاجرو د اخراج بنديدل د روان کال د می مياشتي تر ۱۳نېټې پوري اعتبار لري.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي په دغه هيواد کي شاوخوا ۱۲۵۰۰ افغان مهاجر چي د پناه غوښتنه ئې نه ده منل سوې او بيرته بايد خپل هيواد ته ولېږل سي، ژوند کوي. له دې جملې څخه ئې ۷۰۰ کسان په شلسويگ هولشټاين ايالت کي دي.

د شلسويگ هولشټاين ايالت د کورنيو چارو وزير شتيفن شتوت په وارو ورا پر دې ټينگار کړی وو، چي له جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج په پروسه کي به ئې حکومت ونډه وا نه خلي.

شتوت، د ملگرو ملتونو د گډوالو چارو ادارې هغه راپور ته اشاره کړې ده چي د تيرکال مېلادي کال په ډسمبر مياشت کي خپور سو. په دغه راپور کي راغلي ول چي «افغانستان په يوه وسله واله کورنۍ جگړه کي ښکېل دئ.» هغه ويلي دي چي په افغانستان کي داسي سيمه نه سته چي له امنيتي پوله دي خوندي وي.

هغه دغه راز په کابل کي پر ستري محکمې باندي د تيري اونۍ وروستي بريد ته هم اشاره کړې ده.

د دغه ايالت د پريکړي له مخي دوی يوازي د هغو رد سوو افغان مهاجرو د اخراج پروسه ځنډولې ده چي جرم نه ولري. خو هغه کسان چي جرمونه ئې کړي وي يا کورني امنيت ته خطر وي په هرحال به د جرمني د کورنيو چارو وزارت د پريکړي له مخي اخراج سي.

له جرمني څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د بيرته لېږلو لړۍ د تيرکال په دسمبر مياشت کي د يوې ۳۴ کسيزي ډلي په اخراج سره پيل سوه.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير هغه مهال وويل چي د لېږل سوو مهاجرو يو پر دريمه برخه يې داسي کسان ول چي جرمونه ئې کړي ول.

افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج موضوع ځکه ډېر بحثونه راپورته کړي دي چي په دغه هیواد کي د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړه روانه ده. خو د جرمني چارواکي وايي چي په افغانستان کي داسي سیمي سته چي امنيت پکښې ډاډمن دئ.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: