1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو د اخراج ځنډ د تمديد غوښتنه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د جرمني د شليسويگ هولشټاين ايالت د کورنيو چارو وزير غواړي چي له دغه ايالته د افغان مهاجرو د اخراج موقتي ځنډ تمديد کړي. خو هغه د دغه کار له پاره د جرمني د کورنيو چارو د وزير موافقې ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/2cmkR
Islam Pardes, afghanischer Flüchtling in Deutschland
انځور: privat

د جرمني د شليسويگ هولشټاين ايالت د کورنيو چارو وزير شتيفان شتوت، د روان کال په فيبروري مياشت کي افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج درې مياشتي ځکه وځنډاوه چي ويل ئې په دغه هيواد کي امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دئ. خو د جرمني مرکزي حکومت افغانستان ته د ځينو افغان مهاجرو د اخراج پروسې ته دوام ورکړ.

د ياد ایالت د کورنيو چارو وزارت وياند د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چي له دغه ايالته د افغان مهاجرو د اخراج موقتي ځنډ د تمديد له پاره غوښتنليک پر تيارېدو دی او د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ته به وسپارل سي.

دغه وياند ويلي دي: «د افغان مهاجرو د اجراج د ځنډ په برخه کي په دلايلو کي بدلون نه دی راغلی. يعني په افغانستان کي امنيتي وضعيت اوس هم ډاډمن نه دی.»

د ياد ايالت حکومت د روان کال په فيبروري مياشت کي پريکړه وکړه چي په افغانستان کي د خراب امنيتي وضعيت په سبب له خپل ايالته افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج درې مياشتي وځنډوي.

خو د جرمني مرکزي حکومت وايي چي په افغانستان کي داسي سیمي سته چي له امنيتي پلوه ډاډمني دي او کيدای سي مهاجر اخراج سي. د تيرکال له ډسمبر مياشتي راهيسي افغانستان ته په ټوله ايزه توگه تر اوسه پوري ۱۰۷ مهاجر اخراج سوي دي.

زموږ له ارشيف څخه: