1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان هوايي ځواک د روزنې پر وړاندې ستونزې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۳۰, شنبه

د افغان هوايي ځواک د روزنې د پروژي مسوول ویلي چې دغه بهیر له بیلا بیلو ننگونو سره مخامخ دی. هغه روښانه کړې ده چې ستونزې یې د امنیت له خرابوالې نیولې بیا تر د امکاناتو او بنسټونو نه شتون پورې رسیږي.

https://p.dw.com/p/19lUC
انځور: Romeo Gacad/AFP/Getty Images

امریکایي جنرال جان مایکل په افغانستان کې د ناټو د هغه روزنیز پروگرام مشري کوي چې په ترڅ کې یې افغان هوايي ځواک روزل کیږي. پلان شوې ده چې دغه روزنیز پروگرام به د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې بشپړ شی. خو جنرال مایکل وایي چې په دې بهیر کې په هغه اندازه چې پلان شوې ده پرمختگ نه دی شوی. جان مایکل روښانوي چې ډیر مخ ډوبوونکي فکتورونه د هغه له کنتروله بهر دي.

تر دې مخکې د افغانستان د بیا رغونې د بهیر د څارونکې ادارې (SIGAR) په یوه رپوټ کې راغلي وو چې د افغان هوايي ځواک له پاره د ۳۷ میلیونو ډالرو په ارزښت له جوړو شویو تاسیساتو څخه د مخدره توکو د قاچاق په موخه کار اخستل شوی دی. جان مایکل وایي چې اوس یې د هوایي ځواک د ټولو بنسټونو په څیړنې لاس پورې کړی دی.

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د کانگرس غړي هڅه کوي چې د هغه تړون د پلي کیدو مخه ونیسي چې له مخې یې د امریکا د دفاع وزارت له روسیې څخه د افغان هوایي ځواک له پاره Mi-17 ډوله څرخي الوتکې رانیسي.

جنرال جان مایکل وايي چې که څه هم امریکايي قانون جوړوونکي د یوې بلې ادارې د مرستو د څرنګوالي په اړه ملاحظې لري، خو د هغه په خبره دغه موضوع به په افغانستان کې د افغان هوايي ځواک پر روزنې او د هغوی پر تجهیزولو باندې ناوړه اغیزه وکړي. مایکل روښانوي: «که هغوی [امریکایي قانون جوړوونکي] زموږ ځیني بنسټونه محدود کړي (د الوتکو د رانیولو مخه ونیسي) دا به پر ظرفیت باندې ناوړه اغیزه وکړي [...] دغه ټولې موضوعگانې به په داسې حال کې زموږ د بریالیتوب پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي، چې موږ ډیر وخت په جگړه بوخت یو.»

مایکل د افغان هوایي ځواک د روزنیز بهیر د مسوول په توگه خپله دنده اووه اوونۍ مخکې پیل کړې ده. هغه وایي چې د هوايي ځواکو د فعالیتونو د پرمختګ له پاره د ۷۰ سلنه بنسټونه د جوړیدو چارې پرمخ تللې دي، خو په عین حال کې یې اندیښنه څرگنده کړه چې د SIGAR ادارې د رپوټ تر خپریدو وروسته کیدای شي چې پاتې ۳۰ سنله بنسټونه جوړ نه شي.

وړوکی خو قوي هوایي ځواک

د ناټو روزونکي له افغان هوايي ځواک سره مرسته کوي چې د عملیاتو د ترسره کولو، د بنسټونو او تجهیزاتو د ساتلو او د بودجې د برابرولو په برخو کې لازم مهارتونه ترلاسه کړي ترڅو د جان مایکل په خبره افغانستان یو «وړوکی خو پیاوړي هوايي ځواک» ولري.

د دغه روزنیز پروګرام په ترڅ کې به افغان پیلوټان د پوځي عملیاتو د ترسره کولو، د طبعي ناورینونو په صورت کې د مرستندویه عملیاتو د پرمخ وړلو او د جګړې له ټپیانو سره د مرسته کولو په برخو کې روزنې وویني.

د افغان هوايي ځواک په اړه تر ټولو لویه اندیښنه په راتلونکې کې د دغه ځواک د کلني لګښت تمویلول دي. ویل کيږي چې د افغانستان هوایي ځواک به په کال کې د ۶۰۰ او ۶۲۰ میلیونو ډالرو تر منځ لګښت ولري. ډیر شمیر کارپوهان په دې کې شک لري چې افغان حکومت دې وشي کولای چې د دغه لګښت له پاره هر کال مالي امکانات برابر کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب