د افغان پوليسو د تري تم سوو تجهيزاتو په اړه څېړني پيل سوي
۱۳۸۹ بهمن ۱۹, سهشنبهدغه رپوټونه د لومړي ځل لپاره تيره اونۍ د کورنيو رسنيو لاس ته ولويدل.
نا سپين سوي رپوټونه کاږي چي له وسله والو طالبانو سره په جګړو کي د پوليس ځواک هومره تجهيزات او موټر له مينځه ندي تللي په کوم شمير کي چي د پوليسو سيمه ايزو قوماندانانو يي د ويجاړيدو او د دښمن لاس ته د لويدو رپوټونه ورکړي دي.
په تيرو څو کلونو کي د آلمان او امريکي له لوري په لسګونو زره ميله سپکه او درنه وسله او همدا راز په زرهاوو عرادې واړه او غټ موټر د افغان پوليسو په واک کي ورکړل سوي دي.
په پولنډ کي جوړ سوي کلاشينکوفونه، روسۍ زغري، فلوکس واګن آلماني ګاډي او رينجر او همفي امريکايي موټر د افغان پوليسو له لوري کارول کيږي.
د پوليسو يو شمير دغه تجهيزات په ريښتيا هم د دولت ضد زور پالو لاس ته لويدلي او هغوی ترينه کار اخلي. خو د کورنيو چارو وزارت له لوري پيل سوي اوسني تحقيق دا ښيي چي سيمه ايزو پوليس قوماندانو مرکز ته يو شمير نا سم راپورونه هم مخابره کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت نطاق زمري بشري وايي: « يو پلاوی د افغانستان ۳۴ ولايتونو ته استول سوی، او دنده ورکړل سوې تر څو د پوليسو ټول تجهيزات، وسايل او وسايط چي پوليسو ته ورکړل سوي هغه وڅيړي چي د هغو ليستونو سره مطابقت لري چي په مرکز کي موجود دي که څنګه.»
د کورنيو چارو وزارت مشرتابه په ولايتونو کي د پوليسو له مرکزونو او چوڼيو د حکومتي تجهيزاتو د لادرکۍ په اړه په داسي حال کي انديښمن ښکاري چي ملګرو ملتونو تيره اونۍ د افغان پوليسو په اړه د يوې سروي نتايج خپاره کړل.
په دغه ارزونه کي تر ډيره بريده د پوليسو پر کړنو نيوکي سوي وې.
خو د کورنيو چارو وزارت وايي چي په دي ورستيو کي يي د پوليس ځواک د کړنو د څار لپاره يو پروګرام تر لاس لاندي نيولی.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل