1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان پوليسو په اړه نوري انديښنې

۱۳۹۰ شهریور ۲, چهارشنبه

د کړکیچ د نړیوال سازمان(ICG) په اند تر اوسه پوري هغه افغان پولیس، چي روزل سوي د قانون د پلي کیدو، د ترهګرو په وړاندې د مقابلې او حتي د هغه اوو سیمو، چي د امنیت مسؤلیت يې ور وسپارل سو د ساتلو توان نه لري.

https://p.dw.com/p/12N2O
افغان پوليس
افغان پوليسانځور: AP

د پولیسو د خدمت څخه د تیښتي د لوړي کچي سره سره په حاضر وخت کي د افغانستان د پولیس شمیر ۱۴۲ زره تنو ته رسیږي. خو عادي افغانان د ځواکونو لخوا ګواښل کیږي، او لامل یې په لوړه کچه د نشه توکو استعمالول دي.

 

په خاصه توګه هغه افسران چې د خپل ولایتونو څخه لیرې په نورو ځایونو کې په دندو وګمارل شي او یا هم د طالبانو سره د جګړې په لمړۍ کرښه کې اوسي.

 

هر پولیس د میاشتی د ۱۰څخه تر ۱۳ نیم زره افغانۍ پوري میاشتنی معاش لري، چي دا د زیاتره افغانانو د عاید څخه ښه دی. دا پداسي حال کي ده چي په افغانستان کي د نفر پر سر کلنی عاید ۶۰۰ ډالره دی.

 

افغانستان ۳۰ میلیونه نفوس لري او د ژوندانه اوسط عمر یې ۴۴ کاله دی.

 

رشوت او جنایتکاري

 

د ملګرو ملتونو د تیرکال په یو راپور کي راغلي ول، چي افغانان پولیسو ته په درنه سترګه نه ګوري. د هرو پنځو تنو څخه درې تنه پولیس په درغلیو ککړ بولي.

 

د څلورمي برخي څخه زیاتو خلکو په خپله لیدلي چي پولیس مخدره توکي استعمالوي. او تر نیمايي ډير خلک داسي فکر کوي، چي د پولیسو د کردار څخه شکایت نه یوازي د وضعي په ښه والې کوم تاثیر لري، بلکي نور هم د خرابۍ پر لور روان دي.

 

د کابل ښار په نادر پښتون واټ کي يو۲۶ کلن ځوان چي ځان احمد ضیا درانی معرفي کوي وايي چي هره ورځ پولیسو ته۳۰ افغانې ورکوي، تر څو وکولای سي هلته خپل سامان خرڅ کړي.

 

درانې وایې: « که چیرې موعاید ښه وي نو باید د ۸۰ څخه تر۱۰۰ افغانیو پوري هره ورځ پولیسو ته ورکړو. په دې جاده کي په سلگونه خرڅوونکي پولیسو ته پیسې ورکوي.»

 

د لوی څارنوالۍ د احصایې او د څیړنې د څانګي مشر، جنرال محمد رحیم حنیفي، وایي، چې شاوخوا ۲۰۰ تنه پولیس د قتل په تور تورن سوي او په ۳۰۲۶ مختلفو قضیو کي د ۴۶۰۰ ککړو پولیسو دوسیې د ۲۰۱۰م کال د مارچ په میاشت کي لویې څارنوالې ته لیږل سوي.

 

ښوونه ، روزنه او په جلب اهزار کې نیمګړتیاوي.

 

بېسوادي، لږه تنخوا، د روزني لنډه موده او په خاصه توګه د قانو څخه سرغړونه د کارپوهانو له خوا د پولیسو په جرمونو کي د ښکیلتیا اصلي لامل بولي.

 

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر، تاج محمد وردگ، وایي:« د یو پولیس ساتونکي لپاره ۶ اونۍ ډیر کم وخت دی چي هغه خپله دنده وپیژني او په دې پوه سي، چي د خلکو سره څنګه چلند وکړي.»

 

 

اژانسونه/ سیدریاض

کتونکی: