1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان پولیسو مرګ ژوبله ۲۱ سلنه لوړه شوې»

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ تیر ۱۰, دوشنبه

سږ کال د افغان پولیسو مرگژوبله د تیر کال په پرتله څه نا څه ۲۱ سلنه لوړه شوې ده. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت روښانه کړې ده چې ډیر شمیر پولیس د سړک د غاړې د ماینونو په چاودنو کې وژل کیږي.

https://p.dw.com/p/18zZO
انځور: Reuters

د دغه وزارت د نویو شمیرو له مخې یوازې د روان کال په جوزا میاشت کې ۲۹۹ تنه ملي او سیمه ییز پولیس د وسله والو مخالفینو په بیلابیلو بریدونو او چاودنو کې وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په همدې موده کې بیا نزدې ۶۱۸ تنه نور پولیس ټپیان شوي هم دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د جولای لومړي نېټه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې افغان پولیسو ته ډیره مرگ ژوبله د یاغیانو له خوا د ځای پر ځای شویو ماینونو له کبله رامنځ ته کیږي. د صدیقي په خبره دغه ډول ماینونه ډیر وخت د سړکونو پر غاړه، تر پلونو او پل چکونو لاندې ایښودل کیږي.

صدیقي ټینگار وکړ چې د افغان ځواکونو د تلفاتو د لوړیدو یو بل علت د پخوا په پرتله په جگړه کې د هغوی ډیره ښکیلتیا ده. هغه وویل: «[د تلفاتو د ډیریدو] یو دلیل دا دی چې موږ اوس د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو، روحیه مو تهاجمي ده او د دښمن تلفات هم د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي دي.»

د صدیقي په خبره د روان کال په جوزا میاشت کې د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې شاوخوا ۷۵۳ تنه یاغیان هم وژل شوي دي. هغه وویل چې په وژل شویو یاغیانو کې کورني، پاکستاني، د منځني اسیا او یو شمیر نورو هیوادونو وگړي شامل دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل چې په دې میاشت کې نزدې ۳۰۵ تنه وسله وال یاغیان نیول شوي هم دي چې په دې ډله کې ۱۵ تنه ځانمرګي برید ګوونکي هم شامل دي.

اوس نړیواله ټولنه د افغان ځواکونو په روزنه بوخته ده ترڅو هغوی وشي کولای تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هیواد امنیتي مسوولیتونه پر غاړه واخلي.
اوس نړیواله ټولنه د افغان ځواکونو په روزنه بوخته ده ترڅو هغوی وشي کولای تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هیواد امنیتي مسوولیتونه پر غاړه واخلي.انځور: dapd

د تجهیزاتو کمښت

صدیقي په دغه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا وویل چې افغان امنیتي ځواکونه په سم سمبال شوي نه دي. هغه ټینگار وکړ چې اوس افغان پولیسو ته د داسې تجهیزاتو د برابرولو هڅې روانې دي چې کولای شي په جگړه کې د هغوی ساتنه وکړي.

د صدیقي په خبره اوس د افغانستان د هغو ۵۰۰۰ سیمو څخه چې پولیس پکې ځای پر ځای شوي دي په شاوخوا۱۰۰ کې یې د ماینونو او چاودیدونکو موادو د خنثی کولو مسلکي ډلې موجودې دي. خو هغه ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه او په خاصه توګه پولیس داسې تجهیزات نه لري چې په کارونې سره یې د ماینونو پر ضد د خپل ځان ساتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس په مزارشریف کې د ماین پاکۍ یو روزنیز مرکز هم جوړ شوی دی. د دغه مرکز په جوړولو کې نړیوالې ټولنې له افغان حکومت سره مرسته کړې ده. د صدیقي په خبره د ماینونو پر جوړولو او د هغوی پر ښخولو باندې لږ لگښت راځي ځکه نو د افغان حکومت مخالفین یې ډیر کاروي. صدیقي وویل: «په یوه کال کې مو د ماین پاکولو سل تیمونه وروزل خو د طالبانو له پاره د ماینونو ایښودل اسانه کار دی ځکه کم لګښت پري راځي او خپل کسان ډير په اسانۍ دغه کار ته هڅولای شي.»

اوس مهال افغان حکومت د هغو موادو پر وارداتو باندې بندیز لگولی دی چې د ماینونو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي، خو ویل کیږي چې اوس هم دغه مواد په قاچاقي ډول افغانستان ته انتقالیږي.

د ماین پاکوونکو د روزنې په برخه کې د ناټو مرسته

په همدې حال کې په افغانستان کې د ایساف نوي ویاند آلماني جنرال هینیز فیلدمن، له افغان ځواکونو سره د ماین پاکۍ په برخه کې د ناټو د مرستو په اړه ډاډ ورکړ. هغه وویل چې ناټو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو روزنې او تجهیزولو ته ژمن دي.

جنرال فیلدمن په دې اړه وویل: «د افغان امنیتي ځواکونو له پاره زموږ په روزنو کې د ماینونو شنډول هم شامل دي. موږ اوس په دغه برخه کې افغان ځواکونو ته د وسایلو په برابرولو بوخت یو.»

پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دغه هیواد ټول امنیتي مسوولتونه په خپله افغانانو ته وسپاري. تر دې نیټې وروسته به ناټو د افغان ځواکونو پر روزنې او تجهیزولو باندې ټینگار وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب