1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان پوځ په عملياتو کي ۱۰۰ یاغیان وژل شوي دي»

رضا ګل احمد / مسعود جهش۱۳۹۴ شهریور ۱۵, یکشنبه

د افغان اردو په عملياتو کي له ۱۰۰ ډیر یاغیان وژل شوي دي. پر دې سربیره تر سلو ډیر نو یاغیان ټپیان شوي او لس تنه نور بیا د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي. له بلې خوا د یاغیانو یوه برید د ملي اردو شپږ سرتیري وژلي.

https://p.dw.com/p/1GRqE
انځور: picture alliance/landov/Xinhua/Ajmal

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ملي اردو په ۲۰ پلان شویو عملیاتو کې د افغان حکومت په لسهاو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «په تیرو ۲۴ ساعتوو کې موږ په ۱۴ ولایتونو کې ۲۰ عملیات لرل. په دغو عملیاتو کې ۱۰۳ مخالفین وژل شوي، ۹۷ تنه ټپیان دي او ۱۰ تنه نور نیول شوي دي.»

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ډیر شمیر وسلې، مهمات او د یاغیانو وسایط د افغان پوځ لاس ته لویدلي دي. هغه همداراز د طالبانو د نهو ماینونو او په لاس جوړو شویو چاودیدونکي توکې نیولي دي.

د افغانستان د دفاع ویاند روښانه کړه چې په دغو نښتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده: «په خواشینۍ سره چې په افغان پوځ کې هم یو شمیر سرتیري ټپي او یا هم شهیدان شوي دي. همدا اوس يې په دقیق شمیر نه پوهیږم.»

دغه عملیات په کونړ، خوست، لوګر، پکتیا، کندهار، اروزګان، فراه او هلمند په ولایتونو کې په لاره اچول شوي دي.

په خاشرود کې د طالبانو برید

په همدې حال کې د نیمروز ځایي چارواکي وایي چې د زرنج-دلارام پر لویه لاره د ملي اردو پر پوستې باندې برید شوی دی. د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي، رسنیو ته ویلي دي چې یو شمیر یاغیانو د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو پر یوې پوستې باندې برید کړی دی او شپږ سرتیري یې وژلي دي.

نوموړي چارواکي زياته کړې چې طالبانو د هغو نقلیه وسایطو په مرسته چې په هلمند کې یې په غنیمت نیولي وو، د ملي اردو سرتیري غلولي دي او د څیړنې په پلمه پوستو ته ننوتي دي. خو د دفاع وزارت ویاند بیا د ملي اردو له وسایطو څخه استفاده رد کړې دي او ویلي یې دي چې د ملي اردو سرتیري په یوې نښته کې وژل شوي دي: «جګړه ده او په جګړې کې تلفات وي. کله چې یاغیان په دې لوړه کچه تلفات ولري نو طبیعي خبره ده چې زموږ په ځواکونو کې به هم یو څه تلفات وي. دا حق او باطل تر منځ جګړه ده او زموږ خلک او پوځ پر حق دي. که زموږ سرتیري شهیدان کیږي دا زموږ له پاره ویاړ دی.»

د افغانستان د دفاع وزارت همداراز په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په تیرو ۴۸ ساعتو کې د ملي اردو په عملیاتو کې ۷۷ یاغیان وژل شوي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې همداراز د ملي اردو ۱۰ تنو منسوبینو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.