1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان ځواکونو تلفات د تيرکال په پرتله زیات سوي»

Afp,dpa/ن.ز۱۳۹۵ شهریور ۵, جمعه

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د معلوماتو له مخي وسله والو طالبانو او نورو ياغي ډلو په روان کال کي افغان امنيتي ځواکونو ته د تر تيرکال په پرتله زياته مرگ ژوبله اړولې ده.

https://p.dw.com/p/1Jpte
انځور: Reuters/A. Malik

په کابل کي د ناټو ځواکونو وياند چارلس کليولند، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اگست ۲۵مه) په يوه ويډيويي کنفرانس کي له کابله په واشنگټن کي د ناستو ژورناليستانو د پوښتنو په ځواب کي «د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه اندېښنه وښووله.»

هغه زیاته کړه چي په افغانستان کي د ناټو ماموريت له افغان امنيتي ځواکونو سره په گډه کار کوي چي څرنگه کولای سي د افغان امنيتي ځواکونو تلفات لږ سي.

د ناټو دغه جنرال د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو شمېر ياد نه کړ. د پوښتنو په جواب کي ناټو اعلان کړی دئ چي د افغان امنيتي ځواکونو مرگ ژوبله سږکال د تيرکال په پرتله د اټکل له مخي ۲۰ سلنه زياته ده.

په ۲۰۱۵م کال کي د افغان امنیتي ځواکونو نژدې ۳۰۰۰ سرتيري وژل سوي او شاوخوا ۱۵۰۰۰ نور ټپيان سوي دي.

کليولند وويل چي د افغان امنيتي ځواکونو زيات تلفات دا ښيي چي هغوی څومره پرخپل دريځ ټينگ ولاړ دي: «ډيرو امنيتي ځواکونو بايد دغه مقاومت مات کړی وای.» هغه زياته کړې ده چي افغانان د دې توان لري چي بيرته سره راټول او تعرضي عمليات پيل کړي.»

له ۲۰۱۵م کال راهيسي افغان امنيتي ځواکونو د هيواد امنيتي مسئوليت ته په يوازي سره اوږه ورکړې، خو له وسله والو طالبانو سره په جگړه کي ستونزي لري.

په افغانستان کي اوس هم د ناټو شاوخوا ۱۳۰۰۰ عسکر مېشته دي چي ډېری ئې امريکايان دي. دوی اوس د نوي ماموريت «پريکړنده ملاتړ» په چوکاټ کي يوازي د افغان امنيتي ځواک روزنه او هغوی ته د مشورو ورکولو مسئوليت پر غاړه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب