1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ځواکونو د مالي لگښت په اړه اندیښنې

۱۳۹۰ بهمن ۱۷, دوشنبه

افغان دولت او امریکا له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د مالي سرچینو په اړه اندیښنه لري. د امریکا د دفاع وزیر د مونشن په کنفرانس کي د ناټو پر غړو هیوادونو غږ وکړ چي افغان ځواکونه تمویل کړي.

https://p.dw.com/p/13xhW
انځور: DW

فرانسې هم ویلي دي چې د افغانستان د ملي اردو شمیر باید راټیټ شي. فرانسي همداراز ویلي دي چی له افغان ملي اردو سره به خپلي مالي مرستي راکمي کړي.

رسمي شمیري ښیي چې اوس افغان ځواکونه په کال کې شپږ ملیارده امریکایي ډالره لګښت لري. خو هغه وخت چې بهرني سرتیري له افغانستان څخه ووځي، دا به افغان حکومت ته ګرانه وي چې د خپلو ځواکونو مصرفونه تمویل کړي.

ټاکل شوي ده چې د افغانستان د ملي اردو شمیره د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري ۲۳۰ زره تنو ته لوړه شي. د ترسره شوو محاسبو له مخي اوس هر افغان سرتیری په ۲۴ ساعتونو کي ۲۵ امریکايي ډالره لگښت لري.

اوس متحده ایالات د افغان پوځ د کلنۍ بودجي ډیره برخه برابروي، خو امریکا غواړي چې د ناټو نور غړي هیوادونه هم د افغان ځواکونو په تمویلولو کې برخه واخلي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا، د مونشن په کنفرانس کې د ناټو پر غړو هیوادونو غږ وکړ چې له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلي مالي مرستي جاري وساتي. پنیتا وویل چې د ایساف غړي هیوادونه باید له افغان پوځ سره د مالي مرستو د ترسره کولو لاري چاري پیدا کړي.

د افغانستان د دفاع د وزارت د ویاند مرستیال ډګروال دولت وزیري وایي چي له اوسنیو مالي امکاناتو سره افغان حکومت دومره لوی پوځ ته امکانات نه شي برابرولای. وزیري زیاتوي: «افغانستان به یو بډایه هیواد وي. خو دا به هغه وخت وي چې زموږ سرچیني په کار واچولي شي. مګر د اوس له پاره نړیوالي ټولني له موږ سره ژمني کړي دي چې زموږ د پوځ په تجهیزولو او اکمالولو کې به مرسته کوي.»

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایي چي افغان ځواکونه د په ځان بسایني پر لور ګامونه اخلي خو اوسنی پوځ د اوږدي مودي له پاره مالي مرستو ته اړتیا لري. د نوموړي په خبره کال په کال د افغان پوځیانو شمیر او جنګي وړتیاوي لوړیږي. عظیمي ادعا کوي چې د افغانستان د پوځ په برخه کې لگول شوي پیسي بيځایه نه دي تللي. هغه وايي: «موږ دا فکر کوو چې زموږ وړتیاوي لوړي شوي دي. په روان کال کې به دښمن ډیر ناتوانه وي ځکه هغوی تیر کال د افغان ملي اردو لخوا ډیر ځپل شوي دي.»

د افغان پوځ د مالي امکاناتو د کمیدو په اړه په داسي حال کې اندیښني را برسیره کیږي چې ټاکل شوي ده تر ۲۰۱۴ کال پوري ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

افغان پوځيان اوس له یوي مهمي آزمویني سره مخامخ دي. د پوځ له لیکو د سرتیرو تیښته، مالي فساد او سمت پالنه هغه ستونزي دي چې د بریاليتوب پولي ته ئې د افغان پوځيانو د رسیدو مخه نیولې ده. تیر کال د ملي اردو له پوځي روغتون څخه د ملیونونو ډالرو په ارزښت د دارو درملو او طبي وسایلو تري تم کیدو وښوده چې اداري فساد د پوځ په لیکو کې هم په خرپ روان دئ.

میرویل جلالزی (دوچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب