د افغان کډوالو د بيرته ستنولو په اړه خبري اتري کيږي
۱۳۹۵ تیر ۱۱, جمعهپه پاکستان کي افغان کډوالو ته ځانگړې پاڼه
پاکستان په نړۍ کې دوهم هیواد دی چې ډېرو مهاجرو ته ئې ځای ورکړی دی. په دغه هیواد کې ۱،۵ میلیونه راجستر شوي او نژدې په همدې شمیر غير راجستر شوي افغانان ژوند کوي.
د دغو مهاجرو زیاته برخه په۸۰مه لسیزه کې پر افغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته پاکستان ته کډه شول.
د ملگرو ملتونو په وینا سږ کال د هغو افغانان شمیر چې پخپله خوښه خپل هیواد ته ستنیږي ډېر لږ شوی دی چې ۶۰۰۰ تنه دی. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال دغه شمیر ۵۸۲۱۱ تنه وو. د دغه کمښت یو علت د تاوتریخوالي ډېرښت دی.
په پاکستان کي د افغان کډوالو د وضعيت په اړه هر اړخيز راپورونه دلته لوستلای او اورېدلای سئ
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د چهارشنبې په ورځ یو نیم میلیون راجستر شوو افغان کډوالو ته په پاکستان کې د نورو شپږو میاشتو له پاره د پاتېدو اجازه ورکړه. د هغوی د کارتونو موده د جون میاشتې پر دیرشمه نیټه پای ته رسېده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې دوی به په عاجله توگه له افغانستان سره په سیاسي او دیپلوماتیکه کچه د دغي ستونزي د حلولو هڅه وکړي او د سرحدي سیمو وزارت به د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتونو له عالي کمیسارۍ او د افغانستان د کډوالو او راستنیدو چارو وزارت سره خبري وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې په دغو خبرو اترو کې به «وختي ستنول او همداشان د دې امکان برابرول وي چې افغانان له پاکستان څخه په تدریجي توگه د افغانستان خوندي او امنو سیمو ته انتقال کړل شي.»
پاکستان دا هم ویلي دي چې د جولای میاشتې پر ۱۹ نېټه به د افغان مهاجرو په اړه له افغانستان او د مهاجرو په برخه کي د ملگرو ملتونو له عالي کمیسارۍ سره غونډه ولري.
په پاکستان کې د افغان مهاجرو د کارتونو موده له هغه وروسته تمديد شوې چې پاکستاني چارواکو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې یې نزدې۵۰۰ افغان مهاجر نیولي او د امنیتي خطر په دلیل یې دیپورت کړي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې چې په تیره میاشت کې تر ۲۰۰۰ زیات افغانان نیول شوي او څلور سوه تنه افغانستان ته دیپورت شوي دي.